IQNA

اشرف غني:
21:59 - July 18, 2021
د خبر لمبر: 3484437
تهران(ایکنا) -افغان ولسمشر وویل: نړیوال څارونکي هم ټینګار لري چې له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو اړیکه غوڅه شوې نه ده.

د افغانستان ولسمشره د پاکستان په سیمه ایزو سیاستونو باندې په نیوکې سره ادعا وکړه چې د طالبانو د مرستې په موخه کابو ۱۰ زره بهرني جګړه مار په دې وروستیو کښې د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوښتې دي.

محمد اشرف غني په ازبکستان کښې د مرکزي او جنوبي آسیا د نړیوال کانفرنس ترڅنګ وویل: زمونږ اطلاعاتي معلومات ښودنه کوي چې په دې وروستیو اونیو کښې تقریباً لس زره بهرني جنګیالي افغانستان ته رسیدلي دي او له طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیږي.

هغه وویل: نړیوال څارونکي هم ټینګار لري چې له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو اړیکه غوڅه شوې نه ده.

افغان ولسمشر وویل چې د پاکستان وزیراعظم او جګ پوړو چارواکو په کراتو ویلي دي چې په افغانستان باندې د طالبانو ولکه د اسلام آباد په ګټه نه ګڼي خو د دغو څرګندونو په اپوټه د طالبانو ملاتړ کوي.

parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: