IQNA

د اسلامی هیوادونو د شاته پاتی والی د جبران لاره مقاومت دی

13:08 - July 19, 2021
د خبر لمبر: 3484438
تهران(ایکنا) -د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه همدغه غلط درک سبب شو چی امریکا په افغانستان کې سپکه شی ، او په تیرو شلو کلونو کې له هغه شورماشور ډک ورداخلیدا او بیا د بی دفاع او ملکیانو پرضد د بمونو او وسلو کارولو وروسته ځان په جبۍ کې احساسوی او خپل ځواک او پوځی اوزار یې بهر کړ . البته ویښ افغان ملت باید په خپل هیواد کې د امریکا د نرم جنګ د وسلو او اطلاعاتی اوزارونوته پام او ځیر ووسی او په ځیرتیا سره هغو په وړاندې ودریږی

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د حج په پیغام کې د اسلامی هیوادونو د شاته پاتی والی د جبران لاره مقاومت وبلله او ټینګار یې وکړ درسته اسلامی سیمه د امریکا او د هغې د ملګرو د شرارتونو په وړاندې د مقاومت د راپورته کیدو میدان دی .

د رهبرۍ ستر مقام د حج د ورځو په مناسبت د نړۍ مسلمانانو ته په پیغام کې د بیت ا... په میلمستیا کې له شتونه د لیواله زړونو د حسرت دوام تیریدونکې ازمښت وباله او د حج د پیغامونو د نه پیکه کیدو په ضرورت په ټینګار سره یې د تیریګرو قدرتونو په تیره بیا امریکا په وړاندې مقاومت د دغو پیغامونو  متعالی او لوړ پیغام وباله  .

هغوی د اسلامی نړۍ مشکلاتو او کړاونو ته د اشارې په ترڅ کې د مقاومت د عناصرو راپورته کیدل او ویښتیا په تیره بیا په فلسطین ، یمن او عراق کې ، د سیمې هیله من کونکی حقیقتونه وبلل او ټینګار یې وکړ ، ریښتونی الهی وعده د مجاهدانو فتح او نصرت دی او د دغه مجاهدت لومړنې اغیز په اسلامی هیوادونو کې له لاسوهنې او شرارت د امریکا او نورو زورویونکیو منع کول دی .

د انقلاب معظم لارښود جوته کړه د اسلامی ایران ټوله خبره چی استکباری نړۍ یې اندیښنمنه او غوسه کړی ده ، مقاومت ته بلل دی ، د امریکا او نورو زورویونکیو قدرتونو  د لاس وهنې او شرارت په وړاندې مقاومت او په اسلامی معارفو په تکیې سره د اسلامی نړۍ د راتلونکی په لاس کې اخیستل . په طبیعی توګه امریکا او ملګری یې د مقاومت د عنوان په وړاندې حساس دي او د اسلامی مقاومت له جبهې سره یې راز راز دښمنیانو ته ملا تړلی ده . له هغو سره د سیمې د ځینو هیوادونو ملګرتیا هم د هغود شرارتونو په دوام کی تریخ حقیقت دی .

حضرت ایت ا... خامنه ای زیاته کړه په عراق ، سوریې ، لبنان او نورو هیوادونو کې د مقاومت د عناصرو او غیرتی ځوانانو د غوښتنې ، هوډ او عمل د تحریف لپاره د امریکایانو تبلیغاتی هڅې او له ایران او یا هرې بلې مرجع سره د هغو تړل ، د هغه شجاع او ویښ ځوان سپکاوې او د دغې سیمې له ملتونو د امریکایانو د ناسم درک او پوهې له امله دی .

د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه همدغه غلط درک سبب شو چی  امریکا په افغانستان کې سپکه شی ، او په تیرو شلو کلونو کې له هغه شورماشور ډک ورداخلیدا او بیا د بی دفاع او ملکیانو پرضد د بمونو او وسلو کارولو وروسته ځان په جبۍ کې احساسوی او خپل ځواک او پوځی اوزار یې بهر کړ . البته ویښ افغان ملت باید په خپل هیواد کې د امریکا د نرم جنګ د وسلو او اطلاعاتی اوزارونوته پام او ځیر ووسی او په ځیرتیا سره هغو په وړاندې ودریږی .

حضرت ایت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای جوته کړه د سیمې ملتونووښودله چی ویښ او ځیر دي او د هغو لاره او کړچار له ځینو هغو حکومتونو چی د امریکا د راضی ساتلو لپاره حتی د هغې په غوښتنه د فلسطین حیاتی مسلې ته غاړه ږدی ، جلا ده .

parstoday.com

captcha