IQNA

عرفه، د رازونیاز او د ګناهونو د بخښل کیدو ورځ

15:23 - July 20, 2021
د خبر لمبر: 3484443
تهران(ایکنا) -عرفه یو ستر اسلامي اختر دی او څوک چې په دې ورځ ځان د عرفات صحرا ته ورسولې شي، یو ستر توفیق دی.

نن د ذی الحجې د میاشتې نهمه یعنې د عرفې ورځ د رازو نیاز او عبادت او هغه ورځ ده د ګناهونو په بخښل کیدو او د توبې په قبلیدو مشهوره ده، هغه ورځ چې متعال خدای خپل بندګان په ځانګړې توګه خپل لور ته وربولي.

عرفه یو ستر اسلامي اختر دی او څوک چې په دې ورځ ځان د عرفات صحرا ته ورسولې شي، یو ستر توفیق دی.

د عرفې ورځ ډیر اعمال او خاص دعاګانې لري او د دغې ورځې ترټولو غوره عمل دعا ده، د خدای تعالی د کور میلیونونه زیارتوال د عرفې په ورځ په سپینو احرامونو کښې او د لبیک په ویلو سره د عرفات صحرا ته ځي.

حج کونکي تر لمر پریوتو پورې په عرفات کښې پاتې کیږي او له ماښام وروسته د مشعر الحرام په لور روانیږي.

نو په دې مبارکه ورځ مونږ هم په خپلو دعاګانو کښې یاد وساتئ.

parstoday.com

captcha