IQNA

11:58 - July 21, 2021
د خبر لمبر: 3484445
تهران(ایکنا) -د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت افغان ځواکونو ته د مبارکۍ په ورکولو سره وویل: ځکه دا اختر د دوی په نوم یاد شوی چې تېر شل کاله بیا په ځانګړي توګه وروستۍ درې میاشتې یې د دفاع لپاره ګڼې قربانۍ ورکړي دی.

افغان ولسمشر وویل: اول ټولو افغان سرتېرو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. د سرتیرو له کورنیو نه مننه کوم چې خپل زړور بچیان یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لېږلي دي.

په افغانستان کې د رسنیو ګڼو افغان کاروونکو هم د افغان سرتیرو د ملاتړ په هدف خپل عکسونه د سرتیرو د ملاتړ په شعار او عکسونو ډیزاین کړي دي.

افغان حکومت داسې وخت دا اختر د سرتیرو په نوم یاد کړی چې د راپورونو له مخې د افغانستان په شااوخوا ۲۸ ولایتونو کې افغان پوځیان له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: