ایکنا خبری آژانس د الوفد خبری سایټ له قوله راپور راکړ دمصر د مفتي سلاکار ابراهیم نجم په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، چې ددغه نړیوال کنفرانس چورلیزونه به د ډیجیټل دوران په اهمیّت او په نړۍ کې ئې د فتواګانو پر اورګانونو او دعمومي دارالانشاءیا سکرټریټ په غړو کې د هغو پراختیا او د فتواګانو پر موسیسو ئې په اغیزو پوهیدا وي .
ابراهیم نجم زیاته کړې ده ، په دغه کنفرانس کې به چې د ۲۰۲۱ کال داګست دمیاشتې په دوهمه او دریمه نیټه ترسره کیږي ، دنړۍ له پنځه اتیاؤ هیوادونو څخه د سترو مفتیانو، وزیرانو ،عمومي شخصیّتونو او همداراز په نړۍ کې د فتواګانو د اورګانونو او د عمومی دارالانشاؤ د استازو او د مذهبی مشرانو پشمول مختلف پلاوي ګډون وکړي .
په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې به دسعودي عربستان ،اردن ،لبنان ،فلسطین، متحده عربی امارات ،عراق ، آذربایجان جمهوریت ،الجزایر ، سوډان ،نیجریه ،ګینه ، یوګینډا، روانډا ،پاکستان ،هندوستان ،یمن ، ملایشیا ، انډونیشیا، روسیه ،پولینډ ، آسټریلیا ،امریکا، قزاقستان ،کرویشیا ، یونان ، بوسني هرزیګوینیا،چیچنیا، کومور ټاپوګانو او هالینډ پشمول د هیوادونو استازي ګډون وکړي، او دغه راز به د دغې نړیوالې غونډې په پاي کې یوه اعلامیه هم خپره شي .