IQNA

په ډيجیټلي دوران کې دفتوا د موسیسو په نړیوال کنفرانس کې د۸۵هیوادونو استازو ګډون کوي

21:44 - July 25, 2021
د خبر لمبر: 3484458
تهران(ایکنا) - په ډيجیټلي دوران کې د ملګرتیاؤ د لارو چارو او د پراختیا د چیلنجونو ؛ عنوان سره د فتوا د موسیسو شپږم نړیوال کنفرانس د مصر د دارالافتاء په کوربتوب سره دنړۍ د ۸۵هیوادونو د نمایندګانو په ګډون سره ترسره کیږي

ایکنا خبری آژانس د الوفد خبری سایټ له قوله  راپور راکړ دمصر د مفتي سلاکار ابراهیم نجم  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، چې ددغه نړیوال کنفرانس چورلیزونه به د ډیجیټل دوران  په اهمیّت او   په نړۍ کې ئې  د فتواګانو پر اورګانونو او دعمومي دارالانشاءیا سکرټریټ  په غړو کې د هغو پراختیا او د فتواګانو پر موسیسو ئې په اغیزو پوهیدا وي .

ابراهیم نجم زیاته کړې ده ،  په دغه کنفرانس کې به  چې د ۲۰۲۱ کال داګست دمیاشتې په دوهمه او دریمه نیټه ترسره کیږي ،  دنړۍ  له پنځه اتیاؤ هیوادونو څخه د سترو مفتیانو، وزیرانو ،عمومي شخصیّتونو  او همداراز په نړۍ کې د فتواګانو د  اورګانونو  او د عمومی دارالانشاؤ د  استازو  او د مذهبی مشرانو  پشمول مختلف پلاوي  ګډون وکړي . 

 په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې به دسعودي عربستان ،اردن ،لبنان ،فلسطین، متحده عربی امارات ،عراق ، آذربایجان جمهوریت ،الجزایر ، سوډان ،نیجریه ،ګینه ، یوګینډا، روانډا ،پاکستان ،هندوستان ،یمن ، ملایشیا ، انډونیشیا، روسیه ،پولینډ ، آسټریلیا ،امریکا، قزاقستان ،کرویشیا ، یونان ، بوسني هرزیګوینیا،چیچنیا، کومور ټاپوګانو او هالینډ پشمول د  هیوادونو  استازي  ګډون وکړي، او دغه راز به د دغې نړیوالې غونډې په پاي کې یوه اعلامیه هم خپره شي .

3986095

captcha