ایکنا خبری اژانس د العهد خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، د یمن ماشومان سږکال د اوړي چټیانې دقرآن کریم په یادونې او د نبوي سیرت باندې د خپلو زړونو په خړوبولو سره تیروي . د اوړي ځانګړي پروګرامونه ، چې د یمن د انقلاب د رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثي په سپارښتنې د دغه هیواد د ولسی او رسمي ډلو ټپلو په ګډون سره د اوړي د مرکزونو په نامو سره افتتاح شوی ،څو په یوه سالم تربیّتي چاپيریال کې یو هوښیار ،ځير او تکړه نسل جوړ کړي .
په یمن کې د قرآني فرهنګ د ښونې د اوړي دکلاسونو د تخنیکي کمیټې مشر د قرآني او دیني کلتور د ښونې له پروګرامونو څخه د ټولنې او دکورنیو د پراخ هرکلي او دقرآني کلاسونو روڼتیا ته په اشارې سره ووئيل ، دغه هرکلي ، د سعوي –صهیونیسټي دښمن غوسه راپارولې ده
په یمن کې سږکال د اوړي ښونځي او مرکزونه د ښاریزو له پراخ او تاؤدۀ هرکلي سره مخامخ شوي دي . یوازې د دغه هیواد په پلازمینې صنعاء ولایت دوه سوه نولسو ښارونو کې د اوړی د ښونځیو شمیر شپږ زره دوه سوه نهه اویا ته رسیږي ، چې په دوي کې د هلکانو څلور زره اوه سوه یو ښونځي او د انجونو د روزنې لپاره هم یو زر څلور سوه اته اویا ښونځي بیّل شوي دي .
په یمن کې د اوړي زده کړو د تخنیکي کیمټې د مشر مرستیال اسامةالمحطوري له العهد خبری سایټ سره په خبرو کې ټينګار کړی ، د اوړي له ښونځیو سږکالئ هرکلی د ټولو لپاره دحیرانتیا وړ دی او د یمن دانقلاب رهبر، د مونږ د ملت په ضد د ظالمانه کلابندۍ او تیریو په نتیجې کې د هیواد د مالی امکاناتو له کمزورتیا سره سره ،ددغو ښونځیو له تاسیسه ډير زیات ملاتړ کړی دی .
المحطوري وئيلي دي ، چې دیمن د اوړي په کلاسونو کې زده کونکي ، ددین په باب ضروي اوګټه ور علوم زده کوي او د اسلامی امت د لومړي آرمان په توګه د فلسطین د آرمان معرفي کول هم د یمن د اوړي ښونځیو په کلتوري پروګرامونو کې ورځاي کړائ شوي دي او دیمن زده کونکي د خپل هیواد په ترټولو لوړې آئيډیا سره ،یعني د د مسلمانانو د لومخړنۍ قبلې له آزادولو سره بلدیږي .
المحطوري همداراز زیاته کړې ده ، په یمن کې د اوړي زده کونې پړاؤنه ، دسعودي ايتلاف درسندویو له ډيرو زیاتو یرغلونو سره سره یوځاي شوي چې په دروغو ئې کله د الحوثي د اوړي مرکزونه او کله هم د ځوان نسل د افکارو د ککړولو لپاره د ځالو په نامې سره یادیږي ، ځکه دښمنان، له دغو مرکزونو څخه د یمن والو په پراخ هرکلي سخت غوسه او ناراضه شوي دي او هیله لري ، چې راتلونکی نسل له خپل هویّته لیرې کړي او په شیشت کې ئې راولي څو پر دوي پوځي حمله لاآسانه شي .