IQNA

په مصر کې د سروزرو په دکان کې د اور دلګیدا په پيښه کې دقرآن کریم نسخه سالمه پاتې ده

18:33 - July 27, 2021
د خبر لمبر: 3484468
تهران(ایکنا) - د مصر په شمالي سینا کې په العریش ښار کې په الصاغه واټ کې د سروزرو په پلورنځاي کې ستر اور لګیدلی چې د د کان هرڅه په لو لپه شوي او یوازې د خداي کلام قرآن پاک ؤ چې هیڅ تاوان ورته نه دی رسیدلی .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ،  په دغه اور کې  د دکاندار هر څه چې پکې موجود وو ،سوځيدلي دي او   هیڅ شی پاتې نه دی ، خو  په همدغو شیانو کې دقرآن کریم یو جلد کتاب  کیښودل شوی ؤ، البته د زیاتې تودوخې له امله  د نسختې پاڼو رنګ بدل شوی ، خو  سره د جلد د قرآن کریم نسختې ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی .

ددغه راپور په اساس  تر دې دمه په دغه دکان کې د اور لګیدنې علت نه دی مشخص شوی ، خو له نیکه مرغه  دغه پيښې  کومې مرګ ژوبلې نه دي درلودلي  او نورو  دکانونو او ځایونو ته هم اور نه دی غزیدلی .

3986715

captcha