IQNA

د مصر په جنوب کې ۱۵۱کلن خطي قرآن کریم موجود دی

21:27 - July 31, 2021
د خبر لمبر: 3484479
تهران(ایکنا) -د عربو لرغون پيژندنې دټولنې خپرونې لیکلي دي ، د مصر په جنوب کې یو عام ښاریز له ځان سره له یو سل یو پنځوس کاله مخکې وخت سره اړونده دقرآن کریم یوه خطي نسخه ساتلې ده .

ایکنا خبری آژانس د الاتحاد له قوله راپور راکړ  د عربو لرغون پيژاندو ټولنې  خپرونې د مصرپه جنوب کې د یوه مصري ښاریز سره اړونده    د یوې قرآني نسخې  دشتون په باب د یوې حیړنیزې  مقالې په خپرولو سره  خبر ورکړی ، چې دا نسخه  یو سل یو پنځوس کاله مخکې ، یعني له ۱۸۷۰ کال سره اړونده ده  او په عثماني رسم الخط سره لیکل شوې ده  او  هماغه شان سالمه ده .  

 د پآم وړ موضوع ههغه شی دی چې  د مالکیّت د اثبات لپاره پر قرآن د پاسه لیکل شوې ،  د یوه فقیر ، حقیر او  دخپل پروردګار دیوه خدمتګار  احمد محمد مصطفی  حسن المرجاوی ده .خدآي پاک دې هغه ، دهغه مور پلار او درست مسلمانان وبخښي .:::  

ددغې نفیسې  نسختې په باب ترټولو عجیبه ټکی  دا دی چې  متن یا حشیه ظې هیڅ ښکلا نه لري  او داسې ښکاري ، چې  په طلا سره لیکل شوې، خو اوس  پکې د طلا یا سروزور د لیکنې  هیڅ اثر  نشته .

 د عربو د لرغون پيژندنې د ټولنې  په مجلې یا خپرونې کې  داسلامی لرغون پيژندنې  او آ ثارو یو  استاد علاءالدین خدري دڅيړنې په اساس ، ددغه قرآڼ خطاط ، ددغه قرآڼ په سر کې  ،خپله نامه او وطن  ،مصر ، خپل مذهب  چې مالکي ؤ  او عقیده ئې اشعري  او  صوفی طریقت  او ځان ئې حنفي ذکر کړی دی .

3987446

captcha