IQNA

په مصر کې دقرآن اته ویشتمه نړیواله سیالي ترسره کیږي

21:21 - August 02, 2021
د خبر لمبر: 3484486
تهران(ایکنا) -د مصر د اوقافو وزیر مختار جمعه په دغه هیواد کې د قرآن کریم د اته ویشتمو نړیوالو سیالیو د جایزو لپاره د مصر یو میلیون پونډ بیلولو ته په اشارې سره ووئيل ؛ دغه سیالۍ په ټاکلي وخت یعني د روان کال په دسمبر کې ترسره کیږي.

ایکناخبری آژانس  د الوفد انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ  د مصر د اوقافو وزیر محمد مختار جمعه وئيلی دي ، تاکل شوې ده  دغه سیالۍ د ۲۰۲۱کال ددسمبر له یولسمې تر پنځلسمې نیټې پورې ترسره شي .

د مصر د اوقافو وزیر وئيلي  دي ،ددغو سیالیو لومړنۍ څانګه،د خوئيندو و وروڼو لپاره له ترتیل سره یو ځاي دعرب ژبو لپاره  له تجوید او  دمفاهیمو له درک سره د ټول قرآن حفظول  دي ، په دې شرط  چې دګډون کونکو عمر له پنځه دیرش کلونو زیات نه وي .

 دوهمه څانګه هم  دغیر عرب ژبو سړیو او میرمنو  لپاره  له تجوید سره یوځاي د ټول قرآن حفظ کول دي، په دې شرط چې دګډون کونکو عمر له دیرشو کلونو زیات نه وي .

 ددغو سیالیو دریمه څانګه  هم  یوازې  دخاصو اړتیاؤ لرونکو مصریانو لپاره د قرآن کریم حفظ کول دي ، په دې شرط  چې د ګډون کونکو عمر  له دیرشو کلونو زیات نه وي .

ددغو سیالیو څلورمه برخه هم یوازې دمصري ځوانانو  لپاره ده او له تجوید سره یو خاي د ټول قرآن کریم حفظ کول  دي ، په دې شرط چې د ګډون کونکو عمرونه له دولسو کلونو زیات نه وي

د مصر د اوقافو او دیني چارووزیر همداراز د هغه تر ټولو ښه ګډون کونکي لپاره هم چې په کومې څانګې کې  ئې  مشخص مقام نه وي ګټلی ،،یو لک څلویښت زره پونډه په نظر کې نیولي دي ، په دې شرط  چې ګډون کونکي د سیالۍ لږترلږه پنځه اویا فی صدي  امتیاز ګټلی وي .

3987890

بچوې: دقرآن ، په مصر
captcha