IQNA

د شیخ ابراهیم زکزکي خوشي کیدا د سوچه اسلام په ضد نوي دسیسه ناکامه کړه

18:58 - August 06, 2021
د خبر لمبر: 3484496
تهران(ایکنا) - په لندن کې داسلامی بشري حقوقو د اسلامی ټولنې مشر د شیخ ابراهیم زکزکي دخوشي کولو لپاره ددغه اورګان د حقوقي فعالیتونو او کمپاینونو په بیانولو سره په غیر اسلامی هیوادونو کې د مسلمانانو د پرَدي بریښولو لپاره هلې ځلې له اصیل اسلام سره د مقابلې لپاره د لویدځ نوي حربه وبلله .

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ و د زمري یا اسد د میاشتې  څوارلسمه  نیټه  د ایران په رسمي کال هینداره کې د انساني کرامت او اسلامی بشري حقوقو  د ورځ په توګه لمانځل کیږي . 

د اسلامی بشری حقوقو دټولنې په نننۍ اعلامیې کې چې  ددغې ټولنې دفتر په لندن کې دی په وروستیو کلونو کې ئې په درستې نړۍ کې دمسلمانانو دحقوقو  دا حقاق په زمینې کې  ارزښتمن او اغیز شیندونکي فعالیتونه ترسره کړي دي ، د نیجریه د اسلامی تحریک د رهبر  شیخ ابراهیم زکزکي او د هغه د ماندنې  دخوشي کولو لپاره کوتلي  هلې ځلې  او فعالیتونه کړي دي .

په لندن کې د اسلامی بشری حقوقو  د ټولنې مشر ډاکټر مسعود شجره    له ایکنا خبری آژانس سره په خصوصي خبرو کې  ددغې ټولنې د ترټولو مهمو اقداماتو اوفعالیتونو په بیانولو سره  په غیر اسلامی هیوادونو کې د مسلمانو  ټولنو د بشری حقوقو  د مشکلاتو او ترینګلتیاؤ په باب مهمې خبرې کړي دي .

د شیخ ابراهیم زکزکي خوشي کیدا د سوچه اسلام په ضد نوي دسیسه ناکامه کړه

شجره د شیخ زکزکی  د دوسیې په باب وئيلي  له ۲۰۱۵کال راهسې چې  زکزکي  سره دخپلې میرمنې بندي شوی  او په  دنیجریه په زاریا ښار کې د پوځیانو په یرغل کې  څه دپاسه زر  حسینی ویرجن شهیدان شوي وو ،د هغه د درملنې او خوشي کولو لپاره کوټلی هلې ځلې کړي دي . چې د هغو هلو ځلو په نتیجې کې شیخ زکز کي  په ۲۰۱۶کال کې محکمې بري   او دخوشي کولو امر ئې وکړ خو دنیجرئې  پوځ  او ځيني غرضي ادارو د هغه  دخوشي کیدا په وړاندې خنډونه  جوړل کړل .  هغه پخپلې مرکې په دوام کې ووئيل  زمونږ اندیښنه دا ده چې   داسلام په ضد  په لویدیځي هیوادونو کې ډیرې زیاتې  دسیسې  روانې دي خو بلاخره به د غه ټوله دسیسې ماتې خوري  او هیڅ نتیجه به نه ورکوي لکه څرنګه چې  د بوسنیا په غمیزې کې د اسلامی اقدارو په ضد پروپيګنډې کیدې خو بلاخره هم دحق بریا ټولو ولیده او باطل سرنګون شو .  اوس هم په لویدیځ کې ځيني پروپيګنډې کیږي او ځينی اقدامات په اسلام پورې تړل کیږي ، چې له اسلام سره هیڅ تړاؤ نه لري ،مونږ باید دغه درستې دسیسې  دسوچه اسلامي افکارو په روښانه کولو سره  شنډې کړو او دنیا ته وښایو چې  اسلام د دوستۍ ،ملګرتیا ،   او خواخوږۍ دین دی او پر نورو دینونو هیڅکله هم  دتیريو نیّت نه لري .

د شیخ ابراهیم زکزکي خوشي کیدا د سوچه اسلام په ضد نوي دسیسه ناکامه کړه

 

captcha