
ایکنا خبری اژانس د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور ورکړ،، د ایران د کلتوري خونې م سئول او کلتوری شارډز افیر محسن آشوري د آیت الله تسخیري د ارتحال د لومړنۍ کلیزې په مناسبت دتعزیّت او تسلیّت په وئيلو سره ووئيل ، خداي بخښلی آیت ا... تسخیري د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د وخت ځانګړي سلاکار ؤ چې اسلامی انقلاب ته ئې په تیره بیا په نړیوال ډګر کې بې مخینې خدمتونه وړاندې کړي دي .
د اسلامی امت دیووالی او اتحاد د جارچي آیت الله تسخیری د رحلت دلومړنۍ کلیزې د رارسیدو په مناسبت ، د هندوستان په ممبئ کې د ایران دکلتوري خونې له خوا ، ددغه رباني عالم د ژوند په مناسبت د تصویرونو ، پوسټرو انټرنیټي ترې ډي نندارتون ترسره شوی دی .
هغه زیاته کړې ده ، زه ددغه متفکر استاد د شاګردۍ ویاړ هم لرم چې دهغه له علمی او عملی درسونو مو ډير څه زده کړي دي ، هغه خداي بخښلی په ډيرو هیوادونو کې دومره مشهوره نامه درلوده چې د مسلمانانو زړونه ئې دځلیدونکي ستوري په څير منور کول .
آشوري دغه راز پخپلو څرګندونو کې ووئیل آیت الله تسخیري پخپل پاک ژوند کې چې د پوهنتون او علمی حوزو ویاړمن استاد هم ؤ، کابو یو سل پنځوس علمي آثار او ارزښتمنې مقالې لیکلی چې له درستو اوسمهال متفکران څيړاند ورڅخه استفاده کوي .
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ