IQNA

هندی مسلمانانو د قرآن سپکاوي کونکي فلم باندې اعتراض وکړ

21:42 - August 08, 2021
د خبر لمبر: 3484502
تهران(ایکنا) -هندی مسلمانانو د نتفلیکس شرکت دبایکاټ هشټګ په ټرنډ کولو سره ، ددغه فلم دنوي سریل په پوسټر کې د قرآني آیتونو په شتون سخت اعتراض وکړ.

ایکنا خبری آژانس  د ګلوبل ویلیج  سپيیس  له قوله راپور راکړ ، نتفلیکس  دتیرې جمعې په ورځې په Navarasa  عنوان سره د  خپلې نوي ټولګې خپرول پیل کړل .ددغې  ټولګې  له خپریدا سملاسی  وروسته ، دنتفلیکس هشټګ بایټکاټ کړی  ٫ Ban Netflix  په ټویټر کې ټرنډ شو ،ځکه  په هندوستان  کې اسلامی تنظیمونو  په  اعلامیو کې وئيلي دي ،چې  ددغې ټولګې پوسټر  کې ځيني قرآني آیتونه  دي او باید  په ورځپاڼو او پوسټرونو کې چاپ نشي . 

 د هندوستان  رضا اکاډمي نومې اسلامی  موسیسې پر نتفلیکس  تور لګولی چې ددغه سریل  پوسټر  چې قرآني آیتونه لري   په ځاي تامیل ورځپاڼې  کې  خپور کړی دی  او دې چارې  دمسلمانانو احساسات داغي کړي  او ددوي د مقدس کتاب سپکاوی ئې کړی دي . 

له دې ا مله هشتگ #BanNetflix په ټویټر کې دود شوی او ډيرو کسانو له دغه شرکته غوښتي دي   له دین او مقدسو متنونو دې د خپلو  ساعت تیري موخو لپاره  استفاده نه کوي .

 ناواراسا  دهندي تامیل په ژبه یو سریال  دی چې  د هندوستان  دجنوب د فلم جوړونکو د ټولنې (FEFSI)  په څارنې سره  د کرونائي ناروغۍ د خوریدا  تر اغیزو لاندې د ورځې  کارګرانو لپاره د مالی مرستو دغونډولو په خاطر د مانی رانتام په وسله  تولید شوی دی . د مختلفو کیسو د وړاندې کونې د پروژې اصلي آئيډیا  د نهو لنډو فلمونو  له لارې د ټولنیزو مسئلو په باب ده .  

علاوه بر این، تصویر نادرست و خشن از مسلمانان به عنوان تروریست مثلا در سریال‌هایی مانند بادیگارد به طور گسترده در تولیدات این شرکت دیده می‌شود.

3989025

 

 

 

captcha