
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ په ۱۳۷۷ هجري لمریز کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومتي خبري اژانس ایرنا یو خبریال محمود صارمي چې د افغانستان په مزار شریف ښار کښې په کار بوخت وو، د طالبانو ترهګرې ډلې په حملې کښې شهید کړی شوی و .
د خامنه اي ډاټ آئي ار (khamenei.ir) نومې اینټرنیټي پاڼې نن یعني د زمري د میاشتې د اولسمې(۱۷) د خبریال د ورځې په مناسبت د خبریالانو په ټول کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه ای یو عکس خپور کړ .
د خبریالانو په ټول کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه ای د شتون ددغه عکس په متن کښې ویل شوي دِي ، نن سبا زمونږ پرضد د دښمانانو ترټولو زیات خوځښت له امنیتي ، اقتصادي ، تبلیغاتي ، رسندوي تبلیغاتو او نرم جنګ څخه زیات دی د دې لپاره چې د خلکو په عمومي افکارو مسلط شي دوې ډیرې پیسې لګوي ډیر کارونه کوي ، ډیر فکرونه د دغه کار لپاره په فکري مرکزونو کښې ګماري چې وکولای شي په نفسیاتي جنګ ،په بیلابیلو تبلیغاتو ، د هیوادونو عمومي افکار او له ټولو زیات د ایران خلک چې د سترو قدرتونو له ناوړه هدف سره مخ دي کنټرول کړي او هغه په اختیار کښې واخلي او د رسنیو د تهمیداتو او د سمو تبلیغاتي حرکتونو او د کار په زمینه کښې باید له قوي او هوشمندانه عمل وکړي .
نن د یکشنبې ورځ د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اولسمه (۱۷) نیټه ده چې د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال د اګست له اتمې (۸) نیټې سره سمون خوري او دغه ورځ د خبریال ورځ نومول شوي ده .