IQNA

په درست ایران کې د خبریال ورځ په پرتم سره لمانځل کیږي

21:58 - August 08, 2021
د خبر لمبر: 3484504
تهران(ایکنا) -د ایران د عمومي کلتور شورا د محمود صارمي له شهادت وروسته له دیارلس سوه اته اویایم هجري لمریز کال راهسې ، هرکال د زمري د میاشتې اولسمه (۱۷) نیټه د دغه ستر شهید د یاد په خاطر د خبریال ورځ لمانځي .

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ په ۱۳۷۷  هجري لمریز کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومتي خبري اژانس ایرنا یو  خبریال محمود صارمي چې د افغانستان په مزار شریف ښار کښې په کار بوخت وو، د طالبانو ترهګرې ډلې په حملې کښې شهید کړی شوی و .

  د خامنه اي  ډاټ آئي  ار (khamenei.ir) نومې  اینټرنیټي  پاڼې نن  یعني  د زمري د میاشتې د اولسمې(۱۷) د خبریال د ورځې په مناسبت د خبریالانو په ټول کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه ای یو   عکس خپور کړ .

د خبریالانو په ټول کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه ای  د شتون ددغه عکس  په متن کښې ویل شوي دِي ، نن سبا زمونږ پرضد د دښمانانو ترټولو زیات خوځښت له امنیتي ، اقتصادي ، تبلیغاتي ، رسندوي تبلیغاتو او نرم جنګ څخه زیات دی د دې لپاره چې د خلکو په عمومي افکارو مسلط شي دوې ډیرې پیسې لګوي ډیر کارونه کوي ، ډیر فکرونه د دغه کار لپاره په فکري مرکزونو کښې ګماري چې وکولای شي په نفسیاتي  جنګ ،په  بیلابیلو تبلیغاتو ، د هیوادونو عمومي افکار او له ټولو زیات د ایران خلک چې د سترو قدرتونو له ناوړه هدف سره مخ دي کنټرول کړي او هغه په اختیار کښې واخلي  او د رسنیو د تهمیداتو او د سمو تبلیغاتي حرکتونو او د کار په زمینه کښې باید له قوي او هوشمندانه عمل وکړي .

نن د یکشنبې ورځ د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اولسمه (۱۷) نیټه ده چې د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال د اګست له اتمې (۸) نیټې سره سمون خوري او دغه ورځ د خبریال ورځ نومول شوي ده .

captcha