
ایکناخبری آژانس د البیان له قوله راپور راکړ د د دوبئ دقرآن کریم دنړیوالې جایزې موسیسه د متحده عربی اماراتو دملی مصحف د چاپ د لومړنۍ خپرونې د بشپړ تیا د دستورو کوربه او دهغو د ویشلو پيلونکی وه چې د قرآن کریم د نړیوالې جایزې دمشر او د مشرۍ د کمیټې دغړو او همداراز د هغو کمیټیو د غړو په شتون سره چې دقرآن په برابرولو او چاپولو کې ئې ګډون درلودلی ، ترسره شوې .
د قرآن کریم دنړیوالې جایزې موسیسې په یولړ دستورو کې د متحده عربی اماراتو دملی مصحف نومې ادارې د چاپ د برخې مسئولان په یولړ دستورو کې ونازول شول .
د دوبئ د قرآن کریم د نړیوالې جایزې د موسیسې د کمیټې مشر او د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د مصحف د لوړې کمیټې مشر او همداراز د دوبئ د حاکم سلاکار ابراهیم محمد بوملحه په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې دشیخ خلیفه بن زاید ال نهیان دمصحف د لومړي ایډیشن د کتابت ، چاپ او ویشل کیدا دبشپړولو لپاره ددرستو هلوځلو قدرونه وکړه .
بوملحه وئيلی دي ،دغه مصحف چې مونږټول ورباندې ویاړوو، د دوبئ د لومړی وزیر د مرستیال او د حاکم شیخ محمد بن راشد ال مکتوم په سپارښتنې سره برابر شوی او مونږ ددوبئ دقرآن ریم په نړیوالې جایزې کې مامور شوی یوو چې د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د مقام او شخصیّت د درنښت په خاطر دغه مصحف او چاپ برابر او وویشو.
د دوبئ دحاکم سلاکار ووئیل ، د قرآن کریم نړیوالې جایزې موسیسې د اماراتو دملی مصحف دبرابرولو لپاره دخپل ماموریّت له هماغه پیله ، پر دغه کار د څارنې دکمیټې غړي وټاکل ، په دې ډول چې دقرآن په کتابت کې متخصص استاذان وبلل شول څو دوي له یوه بل سره په مشورو کې دملی مصحف یا ادارې خطاطي غوره کړې او دا ئې په دغه هنر ې د خطاطۍ تر ټولو لوړ حرفه وي حده رسولی او معرفي کړی دی ، په دغو دستورو کې د کتابت د چارو دمسولیّتونو او د شرعي او اداري کمیټیو غړو ته جایزې او انعامونه هم ورکړل شول او دوي ونازول شول .