IQNA

په کربلا کې د محرم د لومړۍ لسیزې د دستورو د ترسره کولو لپاره روغتیائي اقدامات ترسره شوي

22:00 - August 10, 2021
د خبر لمبر: 3484512
تهران(ایکنا) -د هغو خوراکي شیانو پر سلامتیا د څارنې لپاره چې په زیارتوالو کې ویشل کیږي ، پنځوس څارونکي ډلې جوړې شوي دي او کار ئې پیل کړی دی او د کربلا ولایت په درستو سیمو کې روغتیائي تدبیرونه غوره او اجرا شوي دي ، همداراز د کربلا ولایت په واریدونکو لارو کې هم روغتیائي ټیمونه دیره شوي دي .

ایکنا خبری آژانس د السومریه نیوز  له قوله راپور راکړ، د کربلان د روغتيائي ادارې د څارنې دبرخې  مدیر جواد العباسي  دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، دعاشورا دزیارت  لپاره داسې ځانګړي اقدامات  شوي دي چې  دتیرو کلونو په نسبت  سږکال د استثنائي شرائطو او په عراق کې  کرونائي بحران  په نسبت فرق لري .

د عراق د کربلا ولایت روغتیائي ادارې  نن  د  کربلا سپيڅلي ښار په زیاترو برخو کې  د محرم الحرام  د لومړنۍ لسیزې د دستورو  او ویر او ماتم دترسره کیدا په مناسبت   ځانګړي روغتیائي تابیاوې غوره کړي دي .

هغه زیاته کړې ده ، د هغو خوراکي شیانو پر سلامتیا د څارنې لپاره چې په زیارتوالو کې ویشل کیږي ، پنځوس څارونکي ډلې  جوړې شوي دي  او کار ئې پیل کړی دی  او د کربلا ولایت په درستو سیمو کې  روغتیائي تدبیرونه غوره او اجرا شوي دي ، همداراز  د کربلا ولایت په واریدونکو لارو کې هم  روغتیائي ټیمونه دیره شوي دي .

العباسي ټينګار کړی ، هغه تابیاوې  او عملیات چې تیره اونۍ د عمومي اخستنې دمرکزونو  یا مارکیټونو  دکارکونکو  د واکسنیشن  په باب پیل شوي وو ،هماغه راز دوام لري  او  له پنځو ورځو هم په کمې مودې کې  کابو زر کسان واکسنه شوي  دي چې هیله مند یوو ، دغه شمیر لسو زرو تنو ته ورسیږي .

  هغه دغه راز ټينګار کړی، ددکانونو،ریستورانونو او هوټلونو  هر یو خاوند  او  چلونکی  چې وارمخکې  تدبیرونه رعایت نه کړی ، نو په پنځه میلیون عراقي دینار پورې  به په نغدو جرمانه شي او   کارکسب به ئې تر نوي ورځو پورې وتړل شي .

3989733

captcha