IQNA

له کرونائي بحران سره فوري او جدي مبارزه ضروری ده

21:11 - August 11, 2021
د خبر لمبر: 3484516
له کرونائي بحران سره فوري او جدي مبارزه ضروری ده
تهران(ایکنا) -اجازه ورنکړو چې د حضرت امام حسین علیه اسلام د ماتم مراسم د کورونا ویروس د خپریدا او د مخالفانو او د دښمانانو د پیغور سبب وګرځي

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ د ایران د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن په ټیلي ويژني وینا کښې له کورونا ویروس سره مقابله د هیواد یوه فوري او لومړنۍ موضوع وبلله .
ډوي د کورونا  ناروغۍ د طغیان او حالت په هکله په خپلې ټیلېوېژني وینا کښې د دغه منحوس ویروس د څیرې او شکل له بدلولو سره د مقابلې ضرورت د نویو او د محکمو دفاعي رودو او چمتووالي کارول وبلل او وې ویل په یوه ورځ کښې د څه د پاسه پینځه سوه (۵۰۰) تنو مړینو او د هغوې د کورنیو غمجنیدل او دغه راز په دغه ویروس د لسګونو زره کسانو ککړیدل او د هغوې درملنه، حقیقتا ډیره دردونکي موضوع ده او د هر مسلمان او د  هر هیواد وال  زړه له دغه پیښې دردیږي  پر دې اساس له دغه حالت سره د مقابلې لپاره یوشمیر دندې لرو .
د ایران د  اسلامي انقلاب ستر لارښود د کورونا ویروس په باب د فیصلو او د وړاندیزونو د غونډولو لپاره د ولسمشر ابراہیم رئیسي د یوې اونۍ الټي میټم ښه کار وباله او زیاته یې کړه، په ټاکلي وخت کښې د دغه کار ځواب په دقت سره وسنجول شي او د هر ضروري اقدام لپاره په پریکندوالي سره فیصله وشي او ورباندې عمل شي .
حضرت ایت اللہ العظمی سید علی خامنہ ای دغه راز د درملنې د عملې سخت ستړي کیدل او هغوې ته رسیدلي بدني او روحي دباونه ستره اندیښنه وبلله او زیاته یې کړه، د زړه له کومې له ډاکټرانو ، نرسانو او د درملنې له درست سټاف څخه چې واقعا د جهاد په حال کښې دي مننه کوو، که څه اصلي تشکر له علیم او شاکر خدای څخه کوو .
حضرت ایت الله الظمی سید علی خامنه اي د ناروغیو د ازموینو لو ټسټونو د چارو د پراخولو پرضرورت په ټینګار سره وویل د ناروغۍ په لومړیو کښې د عمومي ناروغیو ازموینې دود شوې چې ښه کار و خو د روغتیاچینل او وزارت باید د بسیجیانو په مرستې سره دغه کار ترسره کړي .
هغه حضرت د کورونا ویروس د تشخیص د ازموینو ډیرو درنو لګښتونو ته په اشارې سره هم ټینګار وکړ حکومت او د  بیمې شرکتونه مرسته وکړي چې ناروغیانې او د ناروغیو د تشخیص ازموینې په مفت او پراخ ډول د ټولو خلکو په اختیار کښې ورکړل شي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود  حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي حکومتي چارواکو ته په بلې سپارښتنې کښې د کورونا  واکسین په پراخ ډول د تامینیدا په موضوع هم ټینګار وکړ او ویې ویل، له نیکه مرغه په ایران کښې د کورونا ضد واکسین په جوړیدا سره له بهرنیو هیوادونو د واکسین د اخیستلو لاره هم هواره شوه، په داسې حال کښې چې له دې مخکې د کورونا واکسین د اخیستلو لپاره د پیسو له ورکولو سره سره نوړو هیوادونو ایران ته دغه واکسین نه ورکول .
هغه ټینګار وکړ د کورونا واکسین که هغه له خارج څخه وارد شوي وي او که په ایران کښې جوړ شوي وي باید په دوه چنده هڅې او په هره ممکنه بڼه تامین شي او ټولو خلکو ته ورکړل شي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له کورونا ویروس سره د مقابلې په لومړیو میاشتو کښې د وسله والو ځواکونو قوي او جدي شتون ته په اشارې سره وویل وسله وال ځواکونه اوس هم بوخت دي خو باید په ټول توان سره د خلکو مرسته وکړو .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په بله برخه کښې خلکو ته په وینا کښې ځینې مشکلات د روغتیايي سپارښتنو د نه رعایتولو له کبله وبلل او زیاته یې کړه، زمونږ ګران هیواد وال   د لومړیو میاشتو په حساسیت سره دې روغتیايي چارې په کامل ډول رعایت کړي چې خپل او د نورو خلکو ژوند او سلامتیا په خطر کښې ونه لویږي .
حضرت ایت الله خامنه اي په بلې سپارښتنې کښې د حضرت سید الشهدا علیه السلام د ماتم مجلسونه  د برکت او د الهي رحمت د جلبیدا سرچینه وبلل او زیاته یې کړه ایران او ملت دغو له برکت ډکو مجلسونو ته ضرورت لري خو د دستورو په ترسره کولو کښې باید طبي سپارښتنې په ډير دقت سره رعایت شي .
هغه حضرت د محرم د مراسمو ترسره کونکي او پکښې ګډون کونکي د ټولنیز واټن رعایتولو او د ضوابطو مراعتولو ته وربلل او ټینګار یې وکړ اجازه ورنکړو چې د حضرت امام حسین علیه اسلام د ماتم مراسم د کورونا ویروس د خپریدا او د مخالفانو او د دښمانانو د پیغور سبب وګرځي.

captcha