IQNA

د تاسوعا د شپې دستورې د اسلام انقلاب د معظم لارښود په شتون کې ترسره شوې

16:13 - August 18, 2021
د خبر لمبر: 3484536
تهران(ایکنا) - ګرانو مینه وال  ري د محرم الحرام د میاشتې نهمه نیټه یعنې د حسیني تاسوعا ورځ ده او په هم دې مناسبت تاسو ته او د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ ټولو مینه والو ته تسلیت او تعزیت وایو

بیګا د حسیني تاسوعا(د محرم د نهمې) د شپې د ویر او ماتم دستورې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره د تهران په امام خمیني(رح) امامباړې کښې ترسره شوې
په دغو مراسمو کښې حجت الاسلام والمسلمین سعدي په خپله وینا کښې د حضرت عباس علیه السلام د زیارتنامې د څو جملو په لوستلو سره، د حق له امام سره د اړیکې ساتل او لا یې ژورول او د باطل په وړاندې اودریدل او حدبندي کول، د قمر بني هاشم د سیرت دوه مهم درسونه وبلل او ویې ویل: کومه ژمنه چې خدای تعالی له انبیاؤ او د هغوي له منونکو څخه اخیستې، دا ده چې له باطل سره په مخامخیدنه کښې شاتګ ونه کړي او کوم کسان چې په دغې ژمنې باندې صادق او وفادار پاتې شي د هغوي ستاینه په قرآن کریم کښې شوې ده.

3991465

captcha