IQNA

افغانستان دې بیرته د ترهه ګرو په پټنځاي بدل نشي

20:06 - August 23, 2021
د خبر لمبر: 3484553
تهران(ایکنا) -د اسلامی هیوادونو جوړ یو پلاوی به افغانستان ته ولیږدوي ، څو د بشري کړکېچ، سولې، ثبات او د افغانانو ترمینځ د پخلاینې پر اهمیت ټینګار وکړي. او هڅه به وکړي ، څو د افغانستان د ولس ستونزې تر ډیره حده کمې کړي او د کډوالو دڅپې مخه ونیول شي .

ایکنا خبری آژانس د ایسنا له قوله راپور راکړ ،د اسلامي هېوادونو د ملګرتیاموسیسې دعربستان په غوښتنې سره پرون ناوخته بیړنۍ غونډه جوړه کړې او په دغې غونډې کې ئې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او ددغه هیواد د د ولس په اندیښنونکو حالاتو په اړه بحث او خبرې کړي دي .
د اسلامي هېوادونو د ملګرتیا موسیسې د افغانستان له راتلونکي جوړېدونکي حکومته وغوښتل چې په دې هېواد کې دې بيا ترهګرو ته پټنځاىونه ور نه کړي.
دغې موسیسې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د راتلونکې نظام له مشرتابه او نړیوالې ټولنې غوښتي دي ، افغانستان باید بيا هېڅکله د ترهګريزو ډلو په خوندي ځای بدل نه شي او ترهګرو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د پښو د کېښودلو ځای ومومي.
داپه داسې حال کې د ي چې طالبانو ډلې دخبر ترمخابیره کیدا پورې د اسلامي هېوادونو د ملګرتیاموسیسې د دې نوې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي
په اعلامیې کې وئيل شوي دي ،د اسلامی هیوادونو جوړ یو پلاوی به افغانستان ته ولیږدوي ، څو د بشري کړکېچ، سولې، ثبات او د افغانانو ترمینځ د پخلاینې پر اهمیت ټینګار وکړي. او هڅه به وکړي ، څو د افغانستان د ولس ستونزې تر ډیره حده کمې کړي او د کډوالو دڅپې مخه ونیول شي .

 

captcha