
ایکنا خبری آژانس د الرویه له قوله راپور راکړ،د جشنوارې دغه پړاو به د تدرجات په شعار سره د راتلونکي دسمبر میاشت په 24 نیټه. د شارجې د حاکم سلطان بن محمد القاسمي په ملاتړ سره ترسره شي او په دغې جشنوارې کې د ګډون بلنې هم هنرمندانو ته لیږدول شوی دی . په دغو ګډون کونکو هنرمندانو کې د اماراتو او ځینو نورو هیوادونو هنرمندان ګډون کوي.
د جشنوارې مدیر محمد القصیر ددغه پروګرام له ترسره کونکو سره په ناسته کې وویل،د. جشنوارې نوی پړاو به په خصوصي توګه پر اماراتي هنرمندانو متمرکز وي او په عین حال کې د نورو عربو او نړیوالو هنرمندانو پر شتون هم ټینګار کوی. او د کرونائي بحران په اوسنیو ترینګلو حالاتو کې ئې ترسره کيدا،د اسلامي هنرونو په ډګر کې د نوو لرلیدونو د پرانیستو لپاره د شارجې د هڅو ښودنه کوی.