
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ په وروستیو دوو اونیو کې د افغانستان بدلونونه لامل شوي دي چې ددغه هیواد د وضعیّت او په اوسنیو حالاتو کې د خلکو شرائطو په باب ډیرې اندیښنې راولاړې شي . په دې مینځو میان کې له افغانستانه د امریکائي عسکرو د وتلو په څرنګوالي ډيرې نیوکې رامینځةشوي او له افغانستانه د امریکائي پوځ وتل،په افغانستان کې له کابو شل کلن پوځي شتونه وروسته یوډول ددغه هیواد دسیاستونو بشپړ ماته بلل شوې ده .
زمونږخبریال د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب د لازیاتې خبریدا لپاره د امریکا په واشنګټن ډي سی ښار کې د امریکن پوهنتون له یوه استاد او د متحده ایالاتو د بهرنی سیاست له یوه کارپوه ګورډن ایډمز سره خبرې وکړې . هغه په افغانستان کې د طالبانو د قدرتمنیدا د دلیلونو او ریښو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې دجنګ په ډګر کې د امریکائي پوځ او د طالبانو دسټراټژيکو توپیرونو ته په اشارې سره ووئیل ، ځاي طالبان په سټراټژيکو موخو متمرکز وو . د دوي په اپوټه ، امریکایان یو بهرنی ځواک وو چې د ایما ئې خپلې موخې او تاکتیکونه بدولو او تمرکز ئې نه درلود.
ایډمز په دې باب دځينو څرګندونو په هکله چې له افغانستانه دامریکا وتل غیر مسئولانه ؤ او یو ډول ئې دغه هیواد طالبانو ته سپارلی دی ، روښانه کړې ، د امریکا عمومي افکار له جنګه ستړي شوي وو ، چې ټرمپ او بایډن په ښه توګه دا هرڅه لیدل ، افغانستان له منطقي نظره ، د متحده ایالاتو دحیاتي ګټو برخه پاتې شوې نه ده ، په همدې خاطر ا مریکا له دغه هیواده دوتلو فیصله وکړه ، که څه هم په دغه هیواد کې جنګ تر شلو کلونو پورې اوږد شو .
د امریکن پوهنتون دغه استاد روښانه کړې ، په افغانستان کې د طالبانو بیرته قدرت ته رسیدا د اشرف غني دحکومت د نامحبوبیّت او په دغه هیواد کې د هغه له ناکارندوالي سره زیات ارتباط لري او همدغه شان په افغانستان کې د امریکا د ملت جوړونې د هلوځلو له ناکامۍ سره ئې هم ډير تړاؤ درلود . له بل پلوه هم دډې اثباتیدا چې طالبانو په فکر کې بدلون راغلی دی ، تر اوسه پورې مشخصه نه ده او باید دې موضوع ته په بدبینۍ سره وکتل شي .
د امریکا دبهرنی سیاست دغه کارپيژاند همداراز زمونږ دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسو په نظر دسیمې هیوادونه او دافغانستان ګاونډیان به د طالبانو په باب څه وکړي ؟ ووئيل که طالبان اغیزشیندونکی کنټرول او واکوالي ولري ، نو دسیمې هیوادونه به د دوي هرکلی وکړي. په عین حال کې د قدرت په باب موجوده واقعیّتونو ته په پام سره لیرې ښکاري چې طالبان هڅه وکړي چې افغانستان په یوه سیمه ایز قدرت بدل شي . دوي ددې کار لپاره لازمې سرچینې نه لري . ګورډن ایډمز په پاي کې د افغانستان راتلونکی وروستیو بدلونونو ته په پام سره ډير بد وباله او وې وئيل دهغو کسانو لپاره به چې له ظلم او کړاوه راوتلي دي په تیره بیا دمیرمنو او ماشومانو لپاره به ډيرې سختې شپې ورځې ووینو . او ممکنه ده ، په جنګ ځپلي افغانستان کې هماغه راز پوځي او سیاسی جنګ دوام وکړي ، ځکه جنګ سالاران او دهغوي وسلوالې ډلې ټپلې په ځينو ځایونو کې د طالبانو په وړانډې مقاومت کوي ،ڼو ځکه وئیل کیږي ، ډیرې تورتمې شپې ورځې به ددغه هیواد د خلکو په تمه وي .