IQNA

د پيښور په نندارتون کې د اسلامی مالی سسټم له اصولو سره بلدتیا

17:26 - August 26, 2021
د خبر لمبر: 3484561
تهران(ایکنا) - د پاکستان په پيښور ښار کې نن یعني د وږي د میاشتې له څلورمې نیټې تر درو ورځوپورې د اسلامی مالی سسټم له اصولو سره دبلدتیا لپاره یو نندارتون پرانیتسل شو .

 ایکنا خبری اژانس  دي نیوز له قوله راپور راکړ دغه نندارتون د د اسلامی مالی چارو د عالی مرکز    (The Centre for Excellence in Islamic Finance)  او د مدیریّت د علومو د موسیسې  CEIF IMSciences) ) له خوا  د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پيښور ښار کې خپل کار پیل کړ .

 ددغه نندارتون د ترسره کونکو په وینا، له دغه نندارتونه موخه ،  دعلمی  غونډو او ویناؤ  له لارې له اسلامی مالی مفاهیمو سره  د لیدونکو  لازیاته بلدتیا ده . 

د پاکستان د  لومړي وزیر عمران خان  یوه مرستیال  عشرت حسین ، ددغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې  ووئيل ،د اسلامی مالی تامین حوزه  د پرمختګ په حال کې د ه ، خو  تر دې دمه   د اجتماعي  اغیزشیندنې په زمینې کې  له خپلو موخو ډيره ووروسته پاتې ده .

 ټاکل شوې ده دغه  نندارتون به تر درو ورځو پورې دوام ولري .

3993171

captcha