IQNA

د انګلستان دوې خویندې د محمد صلاح له اخلاقو په اغیزمنیدا سره مسلمانې شوې

15:55 - August 27, 2021
د خبر لمبر: 3484562
تهران(ایکنا) - د انګلستان دوې خویندې د مصر د فوټبال دملی ټیم د غړي او د لیورپول فټبال کلب د ستوري محمد صلاح له اخلاقو په اغیزمنیدا سره د اسلام پاک دین قبول کړ .

ایکنا خبری آژانس  د الجدید له قوله راپور راکړ ،  ایمي او نیکي دوې انګریزې خویندې دي  چې په همداوروستیو کې  مصر ته له سفره وروسته مسلمانې شوي دي .

 دغه دواړه خویندې  چې څه موده مخکې  د مصر  ا سوان ښار ته ئې سفر ک ړی ؤ ،  د مصر د فټ بال د ملی ټیم له غړي  او د لیورپول  فټبال  کلب  له سټار محمد صلاح    ښو اخلاقو پرې ډيرې اغیزې شیندل ي ، چې همدغه اخلاق  لامل شوي ، دواړه  داسلام پاک دین ومني .

دغو دواړو خویندو  چې د انګلستان  له لیورپول ښار سره نزدې  ژوند کوي،  له الیوم السابع  خبری سایټ سره په خبرو کې ووئيل ، مونږ په اروپا کې د مسلمانانو د  اخلاقو په تیره بیا د محمد صلاح  له اخلاقو ډيرې متاثرې شوي یوو  ، همدا موضوع  سبب شوي چې  د اسلام د دین په باب له ډير سوچ او فکر  وروسته ، د بل چا له خوا له  کوم  اجبار او زور پرته   د اسلام پاک دین خوښ کړو.

 محمدصلاح  د مصر د فټبال ملی ټیم  یو مسلمان لوبغاړی  دی چې  نن سبا د  انګلستان دلیورپول  فټبال کلب  له خوا  د یوه مهم غړي په توګه  لوبه کوي ، چې  په درستې نړۍ کې  مشهور دی .   

3993062

captcha