IQNA

دا ترټولو وروستی امریکايي پوځي دی چې له افغانستانه ووت

19:30 - August 31, 2021
د خبر لمبر: 3484575
تهران(ایکنا) -د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د اعلامیې پر اساس، د امریکا د پوځ د ۸۲ فرقې قوماندان جنرال کریس داناهو وروستی امریکايي وو چې C-17 الوتکې ته وخوت او له افغانستانه ووت.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ بیګا نیمه شپه ،د امریکا په وروستۍ الوتکه کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېر او سرپرست سفیر راس ویلسن هم له کابله لاړ. د امریکا د پوځ د ۸۲ فرقې قوماندان جنرال کریس داناهو وروستی امریکايي وو چې C-17 الوتکې ته وخوت او له افغانستانه ووت.
امریکا ویلي چې نور به د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له قطره فعالیت کوي . د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن بیگا وویل د دوی ټول ډيپلوماتان له کابله وتلي او په افغانستان کې یې سیاسي ماموریت ځنډولی دی.
دوې ورځې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې نور به په افغانستان کې سفارت نه لري. بریتانیا هم ورته اعلان کړی دی .

captcha