
ایکناخبري آژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، د مسجد الحرام او مسجد النبی د چارو عموی ریاست وئیلي دي ، چې د طواف د لمانځه د قایمولو لپاره د پرکوَټو عمره اداکونکو لپاره ئې یوه ستره مصلا تاسیس کړې ده .
د مسجد الحرام د ټولنیزو خدماتو او فعالیتونو د چارو عمومی مشر امجد بن عایض الحازمي په دې اړه ووئیل ، د حرمیّن شریفیّن په تیره بیا د پرکوَټو عمره اداکونکو ته دتر ټولو ښو خدماتو وړاندې کونې لپاره دوامدار اقدامات ترسره کیږي .
همداراز د پرکوَټو کسانو د چارو د ادارې عمومی مدیر احمد البرکاتي هم توضیح ورکړې چې د کاڼو کسانو لپاره د مسجد الحرام یوه برخه په نظر کې نیول شوې ده چې د پنځویشتو کسانو ځاي لري او په دغې برخې کې مصلا له کاڼو پرکوَټو لپاره مخصوص شوي دي .
هغه دغه راز ووئيل د مسجد الحرام دچارو ریاست د ټولنیز واټن او د درستو پروټوکولونو په رعایتولو سره د پرکوَټو او معیوبو کسانو دملاتړ لپاره د هر ډول خدماتو پر وړاندې کولو ټينګار لري .
ددغه راپور په اساس ، دمسجد الحرام او مسجد النبي د چارو ریاست دغه خدمتونه د د معیوبو او پرکوَټو سانو د عمرې او عباداتو او درستو مناسکو دترسره کولو د آسانتیاؤ لپاره وړاندې کړي دي څو دوي هم د نورو زیارتوالو او حاجیانو په شان په مسجد الحرام کې له ترټولو ښو خدماتو استفاده وکړئ شي .