IQNA

ایران له ګاونډیانو سره مبادلات نوره هم زیاتوي

22:55 - September 01, 2021
د خبر لمبر: 3484581
ایران له ګاونډیانو سره مبادلات نوره هم زیاتوي
تهران ایکنا_دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن د حکومتي کابینې په غونډې کې له ګاونډیو هیوادونو سره د مبادلاتو زیاتولو او د تعاملاتو د سوئې لوړتیا ، د دیارلسم حکومت د لومړیتوب برخه وبلله .

ایکنا خبری آژانس د ایسنا له قوله راپور راکړ،د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر ابراهیم ریئسي زیاته کړې ده ، د حکومت تر ټولو فعاله ډيپلوماسي باید له ګاونډیانو سره ولرل شو او باید له ګاونډیانو سره د اقتصادي ملګرتیا او تجارت دزیاتولو لپاره خپلې ټوله هڅې وکاروو، ځکه چې ددغو مناسباتو د پیاوړتیا او له سیمه ایزو مبادلاتو څخه د ایران د ونډې دزیاتیدا لپاره هم مناسبې زمینې شته دي .
د اسلامی ایران ولسمشر د افغانستان وروستیو پیښو ته په اشارې سره ووئیل، هغه څه چې په تیرو دوو لسیزو کې په د غه هیواد کې رامینځةشوي دي ، د اوسمهال انسانانو د حقوقو د ښکاره خلاف ورزیو او تیرو ښکاره او جوتې نښې دي .
هغه همداراز ووئیل ، که یوازې هغه ماشومان او ښځې چې په دغو کلونو کې په افغانستان کې وژل شوي او یا ټپیان او پرکوَټ شوي دي ،توجه وکړو ، نو وبه وینو چې په دغه هیواد کې په خاموشه بڼه څه غمیزه په رامینځةکیدا ده .
ابراهیم ریئسي جوته کړې ، په هیوادونو او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکایانو د شتون تجروبه ددې ګواه ده چې دغه شتون هیڅکله هم امنیت رامینځةکونکی نه دی ، بلکې اپوټه دامنیت ،ثبات او آرامښت ګډوډونکی هم دی . هغه روښانه کړې ده ، ا مریکایانو په دغه شان مخینې سره او ددې په ځاي په داسې کړچار سره چې دنړیوالو د عمومي افکارو په محکمې کې ځواب ووائي ، په مختلفو پلمو جوړونو سره ، د نورو هیوادونو په ضد فضا جوړونو ته مخه کوي ، خو هیڅ به په لاس ورنشي .https://www.isna.ir/news/1400061007583

captcha