IQNA

مورتانیه له تل اببیب سره ارتباط رد کړ

22:04 - September 02, 2021
د خبر لمبر: 3484582
تهران (ایکنا)- موریتانیا د ډيپلوماټيکو اړیکو د ټينګولو په خاطر له تل ابیب سره دارتباط په باب په عربی رسندویو کې خپرۀ شوي خبرونه او راپورونه رد کړل .

ایکنا خبری آژانس دالقدس العربی له قوله راپور راکړ ، موریتانیا له صهیونیسټي رژيم سره ددغه هیواد ترمنیځ هرډول ارتباط په ردولو سره د نواکشوت پشمول د ځينو عربو او اسلامی هیوادونو له پلازمینو سره د صهیونیسټي رژيم دتماس په باب ددغه رژيم د رسندویو له قوله دځينو عربو رسندویو خبرونه او راپورونه په کلکه رد کړل .
د موریتانیا د کلتوري چارو وزیر او حکومتي ویندوي مختار ولد داهي په نواکشوت کې په مطبوعاتي کنفرانس کې ووئیل ، پر دې باب د موریتانیا پر ډيپلوماسۍ دوه موضوعګانې حاکمې دي ، یوه د فلسطین دملت او ګټو او حقوقو مطلقه پلویتوب او بله هم له هرډول پټو خبرواترو او ارتباط سره مخالفت .
هغه زیاته کړې ، زه په هرې یوې زمینې کې د اسرائيلو او موریتانیا دهرډول ډول تماس په چورلټ ډول ردوم .
د عربو زیاترو رسندویو د اسرائیلي رسندویو له قوله پرون راپورونه ورکړي چې د ډيپلوماټيکو اړیکو د رامینځة کولو په خاطر، تل ابیب د موریتانیا پشمول له ځینو اسلامی او عربي هیوادونو سره تماسونه ټينګ کړي دي .
موریتانیا په ۱۹۹۹کال کې له اسرائيلو سره د بشپړ ډيپلوماټيکې اړیکې ټينګې کړې ، خو ددغه هیواد پخواني ولسمشر محمد والد عبدالعزیز په ۲۰۰۹کال کې دغزې په ضد د صهیونیسټي رژيم د جنګ په ځواب کې ، دغه اړیکې ودرولې . په ۲۰۱۰کال کې هم موریتانیا په رسمي توګه له اسرائیلو سره خپلې اړیکې غوڅې کړې او له نوااکشوت څخه ئې د صهیونیسټي رژيم سفیر وویست.

https://iqna.ir/fa/news/3994657

captcha