IQNA

ملاهیبت ا... آخوندزاده د افغانستان د حکومت په مشرۍ وټاکل شو

22:08 - September 02, 2021
د خبر لمبر: 3484583
ملاهیبت ا... آخوندزاده د افغانستان د حکومت په مشرۍ وټاکل شو
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د طالبانو ډلې یو ه لوړپوړي مسئول مقام بلال کریمي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،ملا هیبت ا... اخوندزاده د افغانستان د حکومت مشري په غاړه اخستې ده او ملاعبدالغني برادر به په زیات احتمال سره د حکومت د و یندوي مسئولیّت په غاړه واخلي .

د طالبانو دغه لوړپوړي مسئول مقام روښانه کړې ده ،د طالب مشرانو او د پخوانیو چارواکو او نورو بانفوذه شخصیّتونو پشمول د افغانستان د پراخ بنسټه حکومت دجوړیدا په باب مشورې پاي ته رسیدلي او همداراز د کابینې لپاره هم لازمې خبرې اترې ترسره شوي دي .
همداراز د طالبانو یو ه لوړپوړي مسئول مقام انس حقاني هم له الجزیره ټیلیويژني چینل سره په خبرو کې په راتلونکو څو ورځو کې دنوي حکومت جوړیدا ته په اشارې سره وئيلي دي ،د طالبانو په حاکمیّت سره د افغانستان د حکومت د کابینې نوي فی صدي ترکیب مشخص شوی دی .
له بل پلوه په قطر کې د طالبانو یوه بل لوړپوړي چارواکي عباس ستانکزي له دې مخکې بی بی سي ته وئیلي وو،د افغانستان نوی حکومت به ډیر زر معرفی شي . هغه وئيلي وو ، میرمنې به هم د افغانستان په حکومت کې خپل رول ولوبوي البته د وزیر په سویه به نه وي .

parstoday.com

captcha