
تورن جنرال موسوي زیاته کړې ، دهغو سرښیندنو ، قربانیانو او ایثار ګریو په خاطر چې دمقدسې دفاع په پړاؤ کې او له دې وروسته ، د ایران دفضا د امنیت دساتنې لپاره مو درلودلي دي ، دوږي د میاشتې د لسم ورځ ، د درستو قواؤ ستر قوماندان له خوا د هوافضا دفاعي ملی ورځې په توګه نومولې ده .
د ایران د پوځ عمومي قوماندان همداراز ووئيل،هغه ګواښونه چې د دښمنانو له خوا او د ګواښونو په سر کې نړۍ خوارې امریکا او صهیونیسټي رژيم او ځينو له خوا ئې لرو، لامل شوي دي، په تیرو دوه څلویښتو کلونو کې د پوځي توان او چمتووالي د لوړتیا اوزیاتولو لپاره هڅه و کړو.
سردار موسوي ووئیل ،دا ځانګړنې لامل شوي دي،په نورو هیوادونو هیڅ ډول تکیه کول مو په ذهن کې رانشي .
دایران دپوځ عمومي قوماندان روښآنه کړې ، د ایران د هوافضا دفاعي ځواک پشمول د وسلوال ځواک لپآره د پام وړ امکانات او آسانتیاوې رامینځةشوي دي او پوځي کارپيژاندي هم وائي دا د سیمې تر ټولو برلاسه هوافضادفاعي ځواک دی .
.parstoday.com