
ایکنا خبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،انګریز دفاع وزیر نن په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئيلي دي ، د افغانستان دجنګ له بایللو وروسته امریکا اوس یوازې ستر طاقت دی ، ددغه هیواد پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ له طالبانو سره په موافقې سره امریکا تر ډیره حده کمزوري کړه . د امریکا اوسني ولسمشر جوزف بایډن هم د طالبانو بریالیتوب منلی دی ،له افغانستانه د امریکاپه وتلو پسې په دغه هیواد کې اړۍ ګړئ رامینځة شوه چې د ډیری شناندو او کارپوهانو په وینا مسئولیّت ئې امریکا ته ورګرځي . امریکا په افغانستان کې پخپلو تیروتنو دبرغولي د کیښودلو لپاره په مختلف پلمو پسې ده .
البته ډیری شناندي او کارپوهان وائي په افغانستان کې د امریکا او ناټوځواک چې انګریز عسکر ئې هم برخه وه ، دافغانستان د ټاټوبی او ولس په ضد ئې له هیڅ ډول جنایته ډډه نه ده کړې او ددغه هیواد د ولس د زیاترو کړاؤنو او مصیبتونو همدغه لویدیځي هیوادونه دي او اوس دغه لویدیځي هیوادونو پر یوه بل خپل جنایتونه تپي .