
ایکنا خبری اژانس د القدس العربی له قوله راپور راکړ ، له فلسطینه ددفاع لپاره د امریکا د جنوبی فلوریډا ائيتلاف له خپل ټاټوبی څخه د فلسطنییانو د اجباري ویستلو او د صهیونیسټ رژيم له غیر قانوني ښارګوټو سره په میامي کې ددیره یوه شرکت( په نړۍ کې د سفر توک خرڅلاؤ یو تر ټولو ستر اپریټر) د ا رتباط په دلیل ددغه شرکت د بایکاټولو غوښتنه کړې ده .
د موندو انټرنیټي سایټ دلیکنې په اساس ، د ډیوټي فری شرکت (یعني په نړیوالو ډګرونو کې له ګمرکي حقوقو څخه د بخښل شوو سترو شرکتی دکانونو د عملیاتو لپاره مسئول شرکت) چې له والس کورنۍ سره اړونده شرکت دی ، په متحده ایالتونو او لاتینې امریکا کې په هوائي ډګرونو او سترو لارو کې څه دپاسه یو سل اتیا ډیوټي فري شاپس اداره کوي ، او د نړیوالو راپورونو په اساس ، دغه شرکت په لسو کلونو کې د صهیونیسټ میشته ښارګونو له اوسیدونکو سره پنځه اعشاریه شپږمیلیون ډالري مرستې کړي دي . دغه شرکت په الخلیل نیواکي ښار کې هم د افراطي یهودیانو له ډلو سره مرستې کړي دي .
د ډیوټي فري شاپس نومې شرکت د اداره کونکو په درو ورڼو کې یوه شیمون فلیک مدعي دی چې یهودیان باید دمقدسې خاورې په هرې یوې برخې کې ژېوند وکړئ شي . هغه وائي ، مونږ ویاړ کوو چې له هغو اورګانونو چې د اسرائيلو د خاورې په هرځاي کې دیهودیانو د ژ وند له پیاوړي کولو سره مرسته کوي ، ملاتړ ئې کوو . هغه زیاته کړې ده ، یوازې دغه آئيډیا چې په هرې جغرافیائي سیمې کې د یهودیانو د حیات موجودیّت دسولې په وړاندې خنډ کیدلی شي ، دمونږ لپاره هیڅ معنا نه لري .
په هغه ائيتلاف کې چې د نوموړي شرکت د بایکاټولو غوښتونکی دی ، د ډریم ډيفنډرزډله ، دفلوریډا په جنوب کې د سولې لپاره د یهودیانو غږ ډله ،دفلوریډا په جنوب کې د فلسطین دمدافعو محصلینو دفلوریډا جنوب ته دستنیدا مرستندویه ډله او دفلوریډا د جنوب دمسلمانانو اتحادیه او داسلامی امریکائی اړیکو شورا شاملې دي . دغه ائيتلاف ددې خبرې په اعلانولو سره چې دغه ائيتلاف به د اسرائيلو د نیواکګرۍ او توکمپالنې په وړاندې چُپه خوله کښې نه ني ، وئيلي دي دستمبر په دولسمه نیټه د تور بازار په ضد دمجازي اعتراضونو د لړۍ رهبري کوي . ټاکل شوې ده ، په امریکا کې د توکمپالنې ودروئ .