
ایکنا خبری آژانس د صداوسیما له قوله راپور راکړ، د پاکستان دپوځ عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه بیګا د دغه هیواد دفاع ملی ورځې په دستورو کې چې د پاکستان دپوځ په مرکز پنډۍ ښار کې ترسره شوي ، پخپلې وینا کې ووئيل ، پاکستان د افغانانو پخپل هیواد کې د سولې ، امنیت او ثبات د تامینولو لپاره افغان ملت ته د هرډول خدماتو او آسانتیاؤ وړاندې کولو ته تیار دی
هغه ټينګار کړی له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته ، د افغانستان د امنیت دتامینولو او هوساینې لپاره بیا یو فرصت برابر شوی دی او د افغانستان درست لوري او ډلې ټپلې باید له دغه طلائي فرصته د خپل هیواد دپرمختګ لپاره استفاده وکړي .
جنرال باجوه ټينګار ړی ، د افغانستان راتلونکی حکومت باید دبشری حقوقو په تیره بیا د میرمنو دحقوقو احترام وکړي .
د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان د کمشیر د موضوع په باب هم ووئيل ، په جنوبی آسیا سیمې کې امنیت او ثبات د کشمیر د بحران له حل پرته هیڅ امکان نه لري . هغه ټینګار کړی، پاکستان د کشمیر د خلکو داخلاقي ، ډيپلوماټيکو او اانساني مرستو ملاتړ ته ،د دوي برخلیک د ټاکنې حق ته تررسیدو پورې دوام ورکوي