ایکناخبري آژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ ، شیخ الازهر احمد الطیب، پرون د اسلامی ریډیوګانو د ټولنې د مشر عمرو اللیثی او ورسره د پلاوي کوربه ؤ
په دغې کتنې کې دو اړو لورو په درستو دیني او رسندوئي فعالیتونو کې د ملګرتیا او ارتباط د زیاتولو په باب چې عمومی مسلمانانو ته له دینه د یوه سم درک فرصت ورکوي او همداراز د الازهر د اورګانونو او پوهنتون له تجروبې د استفادې په باب ئې خبرې اترې وکړې .
په دوام کې د ۲۰۲۲کال په فرورۍ کې د اسلامی ریډیوګانو د ټولنې د مشارکت او د الازهر په څارنې سره د قرآن کریم دریډیو ګانو د مشرانو دسیمنار دترسره کیدا په باب ئې موافقه کړې ده .
د اسلامی ریډیو ګانو د ټولنې مشر همداراز له شیخ الازهر سره موافقه وکړه چې احمد الطیب ، ددینی او رسندوئی پیغامونو یوه ټولګه وړاندې کړي څو د اسلامی ریډیو ګانو په ټولنې کې په فعالو ریډیو ګانو او چینلونو کې خپره شي .
شیخ الازهر هم په دې کتنې کې د الازهر دښونې روزنې په مرکز کې د اسلامی ریدیو ګانو د ټونلې درسیندوئي عملې لپاره د زده کړې د پړاؤنو له ترسره کیدا سره موافقه وکړه او همداراز وټاکل شوه الازهر ، د ټولنې په ریډیوګانو او چینلونو کې ددیني پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره په مختلفو ژبو دمسلطو مبلغانو یو ټیم معرفي کړي .