ایکناخبری آژانس د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ، د حضرت امام حسین علیه السلام دسپیڅلی حرم د آستان دخادمانو یو پلاوی چې د حسیني آستان د عمومی اړیکو مدیر سید محمد عبد جاسم او ددغه مقدس آستان دخدامو دبرخې مدیر سیدمحمد بحرالعلوم په سرپرستۍ کې په بغداد کې د ایران دکلتوري چارو له سلایار حمزه نجاتي سره لیده کاته وکړل .
په دغې کتنې کې چې د حسیني اربعین په درشل کې په بغداد کې د ایران د فرهنګي سلایار په ځاي کې شوي ، سید محمد بحرالعلوم د حیني اربعین په شپو ورځو کې د ایرانیو زیارتوالو د هرکلي لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ .
هغه دغه راز د حسینی اربعین په دستورو کې د ایرانیو زیارتوالو د ز یاتولو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت او دحسیني آستان د غږمله او ګډو هڅو غوښتنه هم وکړه .
په بغداد کې د د ایران د اسلامی جمهوریت دکلتوري چارو سلایار نجاتي آراني هم په دغې کتنې کې په خپلو څرګندونو کې ووئیل د اسلامی ایران حکومت دعراق حکومت ته د روغتیائی پروټوکولونو په رعایتولو سره د ایرانیو زیارتوالو دلیږلو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ ی دی .
هغه همداراز زیاته کړې ، ایرنیان تل په ذهنونو کې دحسینی اربعین په شپو ورځو کې د عراق د ولس دمیلمه پالنې څخه تل د خوښۍ اومینې خاطرې لري او مونږ باؤري یوو ،دحضرت امام حسین علیه السلام زیارت به د چارو د غوټو دپرانیستو سبب شي .