IQNA

د افغانستان په قندهار کښې د ښځو د حقوقو د يوې فعالې کورنۍ په غړو طالبانو حمله وکړه

17:39 - September 13, 2021
د خبر لمبر: 3484623
تهران (ایکنا) – دافغانستان  په قندهار ولايت کښې د يوې خېريه ادارې مشرې او د ښځو د حقوقو مدافعې مېرمن فهيمه رحمتي په یولړ څرګندونو کې ووئیل  وسله والو طالبانو د هغې د کورنۍ په غړو حمله  کړې.

ایکناخبری آژانس  دپارس ټوډې  له قوله رآپور  راکړ، دافغانستان په  کندهار ولایت کې  دیوې خیریه ادارې  مشرې  وئيلي دي  ، وسله وال طالبان  د شپې په وخت دهغې  کور ته داخل شول او د هغې د کورنۍ د غړو له وهلو ټکولو  وروسته له هغه ځایه لاړل  او دکورنۍ غړو ته ئې سخت ګواښونه  هم کړي دي .

میرمن فهیمه رحمتي د طالب ډلې لخوا د عامې معافۍ وروستی فرمان یوه ملنډه او مسخره وبللی او وې ويل، دغې وسله والې ډلې هغې او د هغې د کورنۍ غړيو ته د مرګ دړکې ورکړې دي.

د بشري حقوقو ادارو د دغې پېښې د هر اړخيزې څېړنې غوښتنه کړې ده. همدارنګ د بشري حقوقو څارونکې ادارې له نړيوالې ټولنې او طالبانو وغړښتل چې د دغې پېښې او په کابل کښې په اميدوارې ښځې باندې د ډزو د واقعې دې تحقيق وکړي.

د طالبانو د کلتوري کمېشن غړي انعام الله سمنګاني هم په قندهار کښې د ښځو د حقوقو د فعالې په کورنۍ د حملې په اړه د تحقيق کولو وعده وکړه.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i105612

captcha