IQNA

نهج البلاغه پر پښتو سربیره په انګریزي ژبه هم وژباړل شوه

17:32 - September 14, 2021
د خبر لمبر: 3484629
تهران (ایکنا) -د علمیه حوزې دوو فاضلانو حجةالاسلام بهروز فروتن او مرعشی په وسیله په انګریزي ژبه دنهج البلاغې روانه ترجمه پاي ته رسیدلې او ډيره زر به خپره شي .

د حوزې او پوهنتون استاد اوپه نګریزي ژبه د نهج البلاغې ژباړونکي حجةالاسلام  بهروز فروتن له ایکنا خبری آژانس سره په خبرو کې  په انګریزي ژبه دنهج البلاغه د ژباړنې په باب ووئیل ، تقریبا په وروستي کال کې د قرآن کریم په انګریزي ژبه په ژباړې او تفسیر بوخت وم ، احساس مو کړه چې  باید  نهج البلاغه هم په انګریزي ژبه وژباړل  شي ، چې  دغه کار مو هم پیل کړ،البته د قرآن کریم ژباړه او تفسیر ډير سخت کار ؤ او ددغه اثر د تالیف په خاطر په تر کلونو کلونو پورې مناسبت آرامښت  نه دی درلودلی  .

هغه دغه راز زیاته کړې د خدای په مهربانۍ سره له څو کلونو وروسته مو په انګریزي ژبه دقرآن کریم روانه ترجمه او تفسیر بشپړ کړ او  په شپږو ټوکو کې  او کابو په اوه لکه  کلمو سره  خپور شو، په داسې حال کې چې د قرآن کریم د ترجمې سختیانې مو  په ټول وجود سره حس  کولې، بیا مو ګروهنه درلوده حتما  به د نهج البلاغې  په باب هم چې  د مولاعلی علیه السلام  په نامې سره ښکلي ده ، یو کار  کوم . 

 هغه همداراز ووئيل  له دغې پیښې کابو دوه اونۍ وروسته د حضرت امام علی علیله اسلام دشهادت په شپه راته یو حس القاء شو چې  باید  په انګریزي ژبه دنهج البلاغې  ژباړه پیل کړم او هغه شپه تر سهار پورې د نهج البلاغې د لومړۍ خطبې  د لومړنیو برخو په ترجمې بوخت وم.

دحوزې  او پوهنتون  دغه استاد  همداراز ټينګار وکړ ، دژباړې له پيلولو وروسته  مو ګران ورور جناب استاد سید حسین مرعشي  چې تر کلونو پورې  ئې  دقرآن کریم په انګریزي ژبه ژباړې او تفسیر  داصلی  اثر پر ویراستارۍ سربیره ، ډيرې زیاتې مرستې کړي دي ، هم  په دغه کار ملګرتیا وکړه  چې په ترجمې  او دانګریزۍ ژبې په  انداز کې ئې ډيرې زیاتې اغیزې  درلودې .  بهروز فروتن دغه راز ووئیل  ،  ددغه کار ترسره کیدا  کابو تر څلورو کلونو پورې  وخت واخست  او ددغه  ګډ کار  نتیجه  ددرست ې نهج البلاغې  روانه او سلیسه ترجمه  ده چې هیله مند یوم  د پروردګار علام  د رضایت او د امیر المومنین علی علی  علیه السلام  د خاص پام لامل شي . ټاکل شوې ده دغه اثر  د ایران په قم کې  د مجمع الفکر الاسلامیه  موسیسې له خوا  چاپ او خپور شي .  

https://iqna.ir/fa/news/3997402

captcha