IQNA

د بحرین یوه روحانی په قرآن باندې په استناد سره له زندانه له مشروطې خوشي کیدا ډډه وکړه

16:51 - September 15, 2021
د خبر لمبر: 3484633
تهران (ایکنا) -د بحرین د انقلاب یو رهبر حسن مشیمع له زندانه د خوشی کیدا لپاره د بحرین دپاچائۍ مشروطه بخښنه دقرآن کریم له آیتونو څخه په استناد سره ردکړه او دا ئې ذلت وبالۀ .

 ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د بحرین د حق غورځنګ  عمومی منشي او تکړه دیني روحاني حسن مشیمع چې له ۲۰۱۱کال راهسې د آل خلیفه رژيم په زندان کې شپې سبا کوي اوپه عمري بند محکوم دی ،بیګا ئې دیوې اعلامیې په خپرولو سره چې د هغه دزوي له خواخپره شوي،وئیلي دي،هغه د پاچائۍ دمشروطې بخښنې په اساس خوشی کیدا ته هیڅکله هم تیار نه دی .

 هغه په دغې اعلامیې کې د قرآن کریم د یوسف سورې  ۳۳. رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ: ....(یعني  ائ پروردګاره! زندان د ما لپاره    دهغه څه په نسبت چې ماته ئې بلنه راکوي ،لا خوښ دی )آیت ته ته په اشارې سره  ټينګار کړی دی ، که د ؛ مشروطې ذلالته ډکې خوشي کیدا  او په زندان کې دپاتیکیدا ترمینځ  ټاکل له ما سره وي ،نو  بې شکه  زندان زما په نزد لامحبوب او ښه  دی .

 د هغه د زوي علی مشیمع په وینا، استاد حسن پر بوډاتوب سربیره  له سرطان اوځینو نورو خطرناکو ناروغیو هم کړیږي  او دهغه کورنۍ  له دې مخکې په کرتو د هغه د ناروغیو او بدني  وضعیّت په نسبت  دزندان مسئولانو د قصدي لټۍ او بې پامۍ په خلاف شکایت کړی  او مشمیع او دهغه کورنۍ  دبحرین پاچائي رژيم  د هغه د حیات او سلامتیا مسئول ګڼي .

 داپه داسې حال کې دي چې  د بحرین داسلامی غورځنګ رهبر آیت الله شیخ عیسی قاسم  هم پخپل پیغام کې  د پاچائۍ  دمشروطې آزادۍ دردولو په دلیل د هغه ستاینه او مننه کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/3997641/

captcha