ایکناخبری آژانس راپور راکړ د ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا وزارت نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله د ۴۵۳ نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر يو لک شپاړس زره ۷۲ تنو ته رسېدلےدے.
د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې ۱۸ زره ۲۱ نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۵ ميلينه ۳ لکه اته اویا زره څلور سوه دیرش تنو ته رسېدلے دے.
د ايران د روغتيا وزارت په دغه خبرتيا کښې زيات کړه، تر اوسه ۴ ميلين شپږ لکه دوه اتیا زره اویه لس تنه بيماران روغ شوي او له روغتونونو هم رخصت کړې شوي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي تردې دمه په ایران کې ۴۰میلیون او درې لکه شل زره دوه سوه ډوزه واکسن پیچکاری شوي دي .
د هېوادونو د سرکاري اعداد و شمار له مخې تراوسه په دنيا کښې له ۲۲۷ ميلينو زيات کسان په کورونا وائرسو اخته شوي دي او له څلور ميلينه شپږ لکه ۶۴ زره تنه د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.