IQNA

20:23 - September 16, 2021
د خبر لمبر: 3484639
تهران (ایکنا) – دافغانستان په ننګرها رکې د سوداګرۍ د بېلابېلو خونود مدیره هیت غړو په یوه خبری ناسته کې خبرداری ورکړ ،په هیواد کې اقتصادي بحران راتلونکی دی او که مخه یی ونه نیول شي نو پر انساني ناورین بدلیدای شي.

ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد دافغانستان د  ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مدیره هیت غړی ډاکتر مخلص احمد وایي . افغان سودا ګر له هیواد څخه دباندې د توکو د رانیولو لپاره اړ دي چې پېسې د بانک له لارې واستوي خو د بانکونو تړل کیدو د اچاره ناشونې کړې او په پایله کې سوداګر نه شي  کولای هیواد ته د اړتیا وړ توکي راوړي .ډاکتر مخلص وویل که د بانکونو فعالیت همداسی دوام وکړي نو نه  یوازی داچې سوداګري به اغیزمنه شي ،بلکې هیواد به د یو نه کابو کیدونکی اقتصادي بحران پر لور لاړ شي .په دې خبري ناسته کې د صنعتکارانو د سوداګرې خونې مشر عبدالجبار ساپي  هم وویل دبانکونودتړل کیدو له امله تولیدي فابریکو ته خام مواد له هیواده له باندې څخه نه راوړل کیږي چې له امله یې فابریکې د تړل کیدو له ګواښ سره مخامخ دي . هغه وویل که حالت همداسې دوام وکړي نو نه  یوازې دا چې تولیدي فابریکې به وتړل شي بلکې نرخونه به لوړ او د بیکارۍ کچه به نوره هم لوړه شي. د خبري ناستې په پاې کې یو پریکړه لیک هم صادر شو چې پکې د طالبانو له مشرتابه په ټینګه غوښتنه شوې چې دبانکونو فعالیت پراخه اوله امریکې څخه د افغانانو کنګل شوې پیسې تر لاسه کړي . په پریکړ لیک کې ویل شوي چې په هیواد کې راتلونکې اقتصادي بحران کابو کولو ته پام ونه شي نو ډیری بدی پایلې به ولري. په افغانستان کې دطالبانو له واکمن کیدو یوه میاشت تیریږي خو لا تر اوسه د اقتصادي ستونزو د هواري  لپاره هیڅ ډول عملي ګامونه نه دی پورته شوي دخوراکي  توکیو او سونګونرخونه لا هماغسې لوړ اودملکي ادارو کارکوونکوته هغوې معاشونه نه دی ورکول شوي.

 https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i105736

 

 

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: