IQNA

تل پاتې سوله او امنیت د عدالت له اجرا سره تړلي دي

6:49 - September 22, 2021
د خبر لمبر: 3484671
تهران (ایکنا) -د ایران  د اسلامی جمهوریت  سیاست د سیمې  د درستو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا ساتل دي.

 

ایکناخبری آژانس راپور راکړ  د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته  په هغې وینا کې  د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په شپږ اویایمې   غونډې کې د  ویډیوئي  کنفرانس له لارې خپره شوه ، ټينګار وکړ، دکانګرس په ودانۍ  د امریکا د خلکو د یرغل  تاریخ جوړونکو عکسونو خپریدا  او  له امریکائي الوتکو څخه د افغانانو د لاندې غورځیدا د  تصویرونو خپریدا ، له کپيټل تر کابله   نړۍ ته  یو پیغام  مخابیره کړ او  هغه دا چې  د امریکا دسلطې نظام  هغه که په داخل کې دی او  که په بهر کې بې اعتباره دی .

د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په  کولو سره چې  د ملتونو دحقوقو خلاف ورزي ، له بل هرڅه  دنړۍ سوله او امنیت  له خطرې سره مخامخ کوي ، ټینګار وکړ،د ایران  د اسلامی جمهوریت  سیاست د سیمې  د درستو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا ساتل دي.

ایت ا... ابراهیم ریئسي  ددې خبرې په کولو سره چې  دملتونو استقامت  دزبرځواکونو له قدرته لا پياوړتیا دی او نن سبا  دلویدیځي هویّت  تپونکي پروژې ماته خوړلې ده ، ووئيل ،  په تیرو څو لسیزو کې د  امریکا تیروتنه دا  وه چې  له نړۍ  سره د خپل ژوند  د رودې  د بدلولو په ځاي ، له نړۍ سره د خپل  جنګ روده بدلوي .

 د اسلامی ایران ولسمشر  په دوام کې ووئیل ،  د ایران دملت بایکاټول ،  د ایټمي پروګرام  له پيلیدا وخت  راهسې نه ،  او نه  هم حتی  د اسلامی انقلاب له پیل سره پيل شوي ، بلکې  له ۱۹۵۱کاله  ، یعني  د ایران دتیلو دصنعت  د ملی کیدا له وخته پیل  شول د ایران د ملت د ټاکلي حکومت په ضد  دپوځي کودتا سبب شول  د  امریکایانو او انګریزانو په وسیله . بندیز ، په تیره  د درملو  بندیز، هغه هم د کروناپه بحران کې ،  د بشریّت په ضد جنایت دی .

 سید ابراهیم ریئسي  روښانه کړه ،  دایران اسلامی جمهوریت  وړاندیز کوي ، چې  د انساني مسئلو په توګه  د سلامتیا او ژواک  چاپیریلا د دوو مقولو په معرفي کولو سره ،   ددغو دوو مقولو  دتامین په کړۍ کې  خنډ اچول او  هرډول بندیز ممنوع اعلان شي .

 هغه ووئیل ،   همداراز  زه د ایران دملت  او دهغو میلیونونو کډوالو په نیابت  چې  د مونږ دهیواد میلمانه دي ، دامریکا  دغیر انساني  او غیر قانوني بندیزونو دوام  په تیره بیا  د انسان دوستۍپه شیانو کې په محکوم کولو سره ،  د  امریکائي   انساني حقوقو  د واقعیّت  او سمبول په  توګه   د بشریت په ضد  ددغه منظم جنایت  دثبتیدا غوښتونکی یم .  

 داسلامی ایران  ولسمشر  دخپلې وینا په دوام کې  دې ته په اشارې سره چې   دایران د اسلامی جمهوریت  سټراټژيک تفکر ، د اسلامی انقلاب  د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی په مکتب کې ریښه او دسوچه  اسلام  مفهوم لري ،   د عقلانیّت، د تدبّر  او تفکر  اسلام ،  هغه سوچه اسلام  چې د مقاومت   ګټه ئې  د هیوادونو له ملي ګټو سره سمون خوري ، ووئیل ؛  د حکومتونو   د  دندو په باب له خبرو کولو پرته  د ملتونو دحقوقو خبرې کول  دانسانانو حقوق  نه پوره کوي . 

 د ایران د  اسلامی جمهوریت  ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  د مونږ سیاست   د سیمې د درستو هیوادونو  دمځکنۍ بشپړتیا او دثبات ساتل دي ، زیاته کړه ، که  د سورئې او عراق  د حکومتونو او ملتونو ترڅنګ د ایران  قدرت اورول  نه وائ   او که  دشهید  ابومهدي  امهندس  او د شهید جنرال قاسم سلیماني  مجاهدت نه وائ ، نو اوس  به  داعش د اروپا دمدیترانې  ګاونډی ؤ ، البته  داعش  به  دافراط پالنې تر ټولو وروستۍ څپه نه وي . 

  هغه  همداراز  دې ته په اشارې سره چې   په یمن کې  انساني بحران ډير اندیښمنونکی دی ، او نړۍ باید  د بشریّت په ضد دجنایت په وړاندې  خپله چپتیا ختمه کړي ، ټينګار وکړ، حل لاره ،  دتیریو بې قید او شرط او سملاسي بندیدا، د انسان دوستۍ  دمرستو دلارې پرانیستل  او د یمن والو ترمینځ  ددرغونده خبرواترو آسانتیاؤ  برابرول دي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  په دې خبرې په ټينګار سره چې  د قدس ن یواکګر رژيم  دحکومتي ترهه ګرۍ دترټولو سترو تشکیلاتو منظمونکی  دی ، چې  ایجنډا ئې ،په غزې او لویدیځي غاړې کې  د ماشومانو او ښځو وژل دي ، ووئیل ؛  نن  سبا   هراړخیزې کلابندۍ ، عزه  دنړۍ په یوه ترټولو ستر زندان بدله کړې ده .

آیت ا... ابراهیم ریئسي  په دې خبرې په ټینګار سره چې   اوس درسته نړۍ  او پخپله امریکایان  مني چې  د ایران له ملت سره  دمقابلې پروژه چې  په وروستي پړاؤ کې  د جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې  په شکل او محتوا کې څرګنده شوې ، او دزیاتره دباؤ  په سیاست او  له دغې نړیوالې موافقې څخه  پخپل سر او غیر قانوني وتنې سره تعقیب شوې ،  په بشپړ ډول ئې ماته خوړلې ده ، ووئيل ؛  په عین حال کې  تر دې دمه د زیاتره ظلم سیاست  پریښودل شوی نه دی .

 هغه ووئیل ،  د ایټمی انرژۍ  دنړیوال آژانس پنځلس راپورونو   خپلو ژمنو ته د ایران پابندي تائيد کړې ده ، خو ا مریکا  خپلو ژمنو ته چې  د بندیزونو لغوه کیدا ده عمل نه دی کړی .  

https://iqna.ir/fa/news/3999221/ 

captcha