IQNA

د حسیني اربعین په میلیوني لاریون کې دقرآن لوستنې د سمووالي پلان پاي ته ورسید

19:27 - September 29, 2021
د خبر لمبر: 3484706
تهران (ایکنا)- په عراق کې دحسیني اربعین زیارتوالو ته د قرآن کریم د سمې لوستنې او قراءت د ښونې په باب د کربلا په سپيڅلی ښار کې دعباسي مقدس آستان پلان داربعین د دستورو له ختمیدا سره په یو وخت پاي ته ورسید .

ایکنا خبری اژانس د عباسی آستان د قرآن کریم دمرکز له قوله راپور راکړ ، د حسینی اربعین زیارتوالو ته دقرآڼ کریم د قراءت د ورزده کولو پلان چې د عباسی مقدس آستان دقرآن کریم د مرکز له خوا دپرله پسې نهم کال لپاره ترسره شوی ؤ ، پاي ته ورسید
د ددغه قرآني مرکز مدیر شیخ جواد النصراوي په دې باب ووئیل، دغه قرآني پلان پرون پاي ته ورسید او سږ کال دغه پلان د اجرا لپاره په المثنی ، الدیوانیه ،بغداد،بابل ،ولایتونو او دغه راز په الهندیه سیمې او کربلا ښار کې ۴۸ مرکزونه پرانیستل شوي وو ، چې زیارتوالو ئې ډير تود هرکلی و کړ.
هغه دغه راز زیاته کړې ، دقراءت د ښونې په دغه پلان کې کابو دوه سوه درې اویا استاذانو فعالیت درلودلی چې زیارتوالو ته ئې خپل خدمتونه وړاندې کړل او دغه راز په لکونو زیارتوالو له دغه پلانه استفاده کړې ده
https://iqna.ir/fa/news/4001150 

captcha