IQNA

پيمان جبلي د ایران د ریډیو او ټيلیویژن د ادارې مشر شو

19:53 - September 29, 2021
د خبر لمبر: 3484707
تهران (ایکنا)- "ملی رسندویه  د عمومي معرفت او  د پوهې د سوئې دلوړتیا لپاره یو پوهنتون ، د تحریف او فتنو  له غلیمانه څپو سره  دمقابلې لپاره  یو مرکز  او د ښکلا او هنر له ځلاګانو څخه د  ټولو د زړه د کرارولو  لپاره  دخپرونې مرکز  دی . 

ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامی  انقلاب د معظم لارښود په یوه حکم کې د ایران د ریډیو او ټيلیویژني چینل  د بهرنیو خپرونو مرستیال پیمان جبلي  د صدا او سیما دمشر په توګه  منصوب کړ. 

د حضرت آيت ا... العظمی  سید علی خامنه اي  په دغه فرمان کې  راغلی دي ،ملی رسندویه  د عمومي معرفت او  د پوهې د سوئې دلوړتیا لپاره یو پوهنتون ، د تحریف او فتنو  له غلیمانه څپو سره  دمقابلې لپاره  یو مرکز  او د ښکلا او هنر له ځلاګانو څخه د  ټولو د زړه د کرارولو  لپاره  دخپرونې مرکز  دی . 

دوي فرمائيلي دي ، د اسلامی ـ ایراني د ژوند سټایل د د ودیدا ،د ملی او انقلابي  هویّت  احساس  او د روحیې پیاوړتیا ،کلتوري لارښونه،او د ملي پيوستون زیاتیدا  هغه لومړیتوبونه دي چې  باید  د شپې ورځې  په  هڅو سره  او د له نوښته د استفادې او دپروګرامونو دښه والي  د ودې او د انساني پانګې  په لوړتیا سره ترلاسه شي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په دغه حکم کې  د خپل مسئولیّت  په مودې کې د علی عسکري  نه ستړیکیدونکي هڅې  ستاینه  او د پيمان جبلي  لپاره  دخداوندمتعال په درګاه دعا وکړه .  

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106250

captcha