IQNA

اسلامی امت دې د هندی مسلمانانو په دفاع کې سره یو موټی شي

20:21 - September 29, 2021
د خبر لمبر: 3484709
تهران (ایکنا)-د عمان سترمفتی احمد بن حمد الخلیل د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر اسلامی امت غږ کړی،د هند په آسام صوبې او نورو سیمو کې  دمسلمانانو په وژلو  باندې په غبرګون کې دې یو نړیوال اسلامی دریځ غوره کړي .

ایکناخبري آژانس د العالم له قوله راپور راکړ،د عمان سترمفتي احمد بن حمد الخلیل پرون ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هندوستان کې  په مسلمانانو باندې دحملو او جنایتونو په وړاندې د اسلامی نړیوال دریځ دغوره کولو غوښتنه کړې او وئيلي ئې دي ،باید اسلامی نړۍ په خود کې شي له دې مخکې هم هندي حکومت او پوځ په کشمیر سیمې کې پرمسلمانانو رڼا ورځ تورتمه کړې او اوس ئې په آسام صوبې کې د مسلمانانود کوچولو  اقداماتو ته مخه کړې ده  .

الخلیل په خپل یوه ټولینز پیغام کې لیکلي دي هغه څه چې په هندوستان کې د افراطي ډلو ټپلو په لاس چې حکومتي اورګانونه او ادارې ئې بشپړ ملاتړ کوي ،د مسلمانو ښاریزو په ضد په ښکاره تیري کوي،هر یو وجدان لرونکی انسان ویښتیا او جدي غبرګون ته اړباسي .

هغه د سولې سره دلچسپي لرونکو درستو هیوادونو غوښتي،څو ددغو تیریو د مخنیوي لپاره دې دخالت وکړي او اسلامی امت دې په دې باب سره متحد شي  او په دې اړه دې یو موټی دریځ غوره کړي .

په هندوستان کې  کابو یو سل څلور پنځوس میلیون مسلمانان ژوند کوي ، چې ددغه هیواد څوارلس فی صدي آبادي جوړوي . دغه هیواد  په نړۍ کې د مسلمانانو په نفوسو سره تر ټولو ستر هیواد دی .  

https://iqna.ir/fa/news/4001201

captcha