IQNA

20:34 - September 29, 2021
د خبر لمبر: 3484710
تهران (ایکنا)- واشنګټن  په افغانستان کې د ناکامۍ او خپلې غلطې سټراټژۍ  پر محاسباتو د برغولی د کیښودلو لپاره ګرَموالی  د پاکستان د حکومت پر غاړه  اچوي .

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان لومړي وزیرعمران خان د واشنګټن پوسټ لپاره په یوې لیکنې کې په افغانستان کې  د امریکا ناکامۍ ته په اشارې سره زیاته کړې ده،تهران (ایکنا)- واشنګټن په افغانستان کې د ناکامۍ او خپلې غلطې سټراټژۍ پرمحاسباتو د برغولی د کیښودلو لپاره ګرَموالی د پاکستان د حکومت پر غاړه  اچوي .

 د پاکستان لومړي وزیر وئيلي ديۍ ،نړیوال دې په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټينګیدا لپاره په دغه هیواد کې دطالبانو ډلې له موقته حکومت سره تعامل وکړي .

 امریکا او متحدانو ئې په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او د امنیت دتامینولو په پلمه په دغه هیواد لښکر کشي وکړه او دغه نیواکګري،د افغانستان د اقتصادي بیخ بینائیو د نابودۍ،جنګ جګړو سبب شوه او ناکراري،ترهه ګري او د نشه ایزوم وادو  تولید ئې په اوڅاره  توګه  زیات کړ .

  امریکائي ترهه ګر پوځیان په نهایت کې له شل کلنې نیواکګرۍ وروسته،د اګست په وروستیو کې په ډيرې بې شرمۍ او سرټيتي سره له افغانستانه ووتل . د اګست په پنځلسمه  نیټه طالبانو ډلې  په افغانستان کې قدرت په لاس کې واخست . 

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i106254

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: