IQNA

طالبانو خبرداری ورکړ امریکایان دې د افغانستان له فضا ډرونز الوتکې لیرې وساتي

20:54 - September 29, 2021
د خبر لمبر: 3484711
طالبانو خبرداری ورکړ امریکایان دې د افغانستان له فضا ډرونز الوتکې لیرې وساتي
تهران (ایکنا)- په وروستیو کې په قطر کې د لاسلیک شوې موافقې برخلاف د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د افغانستان هوايي حریم د دوی په  خبره  اشغال کیږي .

د امریکا ددفاع وزارت ویاندجان کربي تېره اوونۍ یوه کنفرانس ته وویل،د افغانستان د هوايي حریم دکارونې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیانه لري.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،طالبانو ډلې پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره امریکا ته خبرداری ورکړ،د افغانستان په فضا کې د  امریکا د بې پيلوټه الوتکو د الوت دوام او  ددغه هیواد دهوائي حریم خلاف ورزي به د واشنګټن لپاره بدې پایلې ولري،په همدې خاطر دې متحده ایالات د افغانستان هوايي حریم ته د خپلو بې پېلوټه الوتکو له ورلیږلو ډډه وکړي.

 په دغې اعلامیې کې ویل شوي،په وروستیو کې په قطر کې د لاسلیک شوې موافقې برخلاف د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د افغانستان هوايي حریم د دوی په  خبره  اشغال کیږي .

  د افغانستان په کابل کې په وروستۍ میاشتې کې دامریکا دپوځ په بې پيلوټه الوتکې په حملې کې چې په یوه کورئې کړې،د اوو ماشومانو پشمول لس عام افغانان وژل شوي دي. همداراز تېره میاشت په کابل او ننګرهار کې هم د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ځینې بریدونه کړي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره اوونۍ یوه کنفرانس ته وویل،د افغانستان د هوايي حریم د کارونې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106248  

captcha