IQNA

د فلسطین په ضدد امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم سیاستونه نه بدلیږي

14:03 - September 30, 2021
د خبر لمبر: 3484712
د فلسطین په ضدد امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم سیاستونه نه بدلیږي
تهران (ایکنا) – د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه په  یولړ څرګندونو کې ووئيل  د جوزف بایډن  او دنفتالي ټاکل کیدا به هیڅکله هم د  فلسطین په ضد د دوي په ظالمانه سیاستونو کې هیڅ بدلون رانه ولي .

ایکناخبری آژانس  دآناتولي له قوله راپور راکړ ،دفلسطین دحماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه  دترکیې  له هابرّ چینل سره په خبرو کې  ووئيل د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر نفتالی بنټ به هیڅکله د افلسطین د موضوع لپاره سیاسی حل لاره ونه مني،حتی که دغه حل لاره د۱۹۶۷کال په پولو کې د فلسطین د حکومت جوړا هم شي،پر دې اساس قدرت ته د دوي رسیدل به دنیواکګرۍ په لاره کې هیڅ بدلون رانه ولي .

 اسماعیل هنیه  په دوام کې وئيلي،ګمان نه کوي چې څه شی،د اسرائیلوپه وړاندې د امریکاسیاست بدل کړي،ځکه  هر دواړه لوري له یوه بل سره  اړونده او لوړې ګټې  لري.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر  د اسرائيلو او عربو هیوادونو ترمینځ د اړیکو  دعادي کیدا  د موافقې په باب  افسوس څرګند کړ او وې وئيل ، ځیي عرب هیوادونه په دې اند دي چې  د دوي رواوالی له امریکا سره تړلی دی  او همداراز  اعتقاد لري چې  د امریکا لاره له تل ابیبه تیریږي ، خو دا  هیڅ واقعیّت نه لري .  له صهونیسټي رژيم  سره د ځینو عربو حکومتونو  اړیکې  په دې معنا نه دي چې  ددغو  هیوادونو ملتونه هم  صهیونیسټي رژيم  ورسره داړیکو عادي کول ئې منلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4001374/%      

captcha