
ایکناخبری آژانس دآناتولي له قوله راپور راکړ ،دفلسطین دحماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه دترکیې له هابرّ چینل سره په خبرو کې ووئيل د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر نفتالی بنټ به هیڅکله د افلسطین د موضوع لپاره سیاسی حل لاره ونه مني،حتی که دغه حل لاره د۱۹۶۷کال په پولو کې د فلسطین د حکومت جوړا هم شي،پر دې اساس قدرت ته د دوي رسیدل به دنیواکګرۍ په لاره کې هیڅ بدلون رانه ولي .
اسماعیل هنیه په دوام کې وئيلي،ګمان نه کوي چې څه شی،د اسرائیلوپه وړاندې د امریکاسیاست بدل کړي،ځکه هر دواړه لوري له یوه بل سره اړونده او لوړې ګټې لري.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر د اسرائيلو او عربو هیوادونو ترمینځ د اړیکو دعادي کیدا د موافقې په باب افسوس څرګند کړ او وې وئيل ، ځیي عرب هیوادونه په دې اند دي چې د دوي رواوالی له امریکا سره تړلی دی او همداراز اعتقاد لري چې د امریکا لاره له تل ابیبه تیریږي ، خو دا هیڅ واقعیّت نه لري . له صهونیسټي رژيم سره د ځینو عربو حکومتونو اړیکې په دې معنا نه دي چې ددغو هیوادونو ملتونه هم صهیونیسټي رژيم ورسره داړیکو عادي کول ئې منلي دي.