IQNA

بحرین ته دجنایتکار رژيم د خارجه وزیرسفر ددغه هیواد موجودیَت ګواښي

15:53 - September 30, 2021
د خبر لمبر: 3484714
تهران (ایکنا) -د بحرین الوفاق ګوندنن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، ددغه هیواد پلازمینې منامې ته د اسرائیلو د خارجه وزیر د سفر په بڼه کښې به له هغه سره د بحرین د موجودیت او د ثبات پرضد د یوه ګواښ په توګه چلند وشي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،بحرین ته د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د خارجه وزیر یائیرلاپید د سفر د خبرله اعلانیدا وروسته د دغه هیواد الوفاق ګوند په یوې بیانیې کښې وویل بحرین ته د صهیونیسټ رژیم د خارجه وزیر لاپید سفر کاملا مردود دی او هغه باید د بحرین په خاوره کښې خپله پښه کې نه ږدوي .

د بحرین الوفاق ګوند په دغه بیانیې کښې د بحرین په خاوره کښې د صهیونیسټ رژیم هرډول شتون د خلکو د احساساتو د راپارولو او په عین حال کښې د دغه هیواد د ملت په حق کښې د سترې کارړنګونې په معنا وباله او ویې ویل بحرین ته د اسرائیلو د خارجه وزیر بلنه ورکونکی ال خلیفه رژیم دی،چې خلکو په هیوادکښې د واکمن نظام په توګه نه دی انتخاب کړی او له دې کبله به د بحرین ملت له اسرائیلوسره هرډول اړیکه ونه مني .

د صهیونیسټ رژیم خارجه وزارت پرون وویل چې د بهرنیو چارو وزیر یائیر لاپید به نن بحرین ته لاړ شي او ټاکل شوي ده په دغه سفر کښې په منامې کښې د اسرائیلو سفارت پرانیستل شي او د دواړو لورو ترمینځ د څو موافقو په لاسلیک کیدا سربیره له بحرین څخه نیواکي فلسطین ته  د الوتکو الوتونه هم پیل شي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i106292

captcha