IQNA

د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

16:23 - September 30, 2021
د خبر لمبر: 3484716
تهران (ایکنا) – په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ویلي دي،چین له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولي دي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په افغانستان بل کې د چین سفیر تېره شپه پخپلې ټویټر پاڼې کې وئيلي دي چې ددې هیواد د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده او د طالبانو د کډوالو چارو وزارت  وسپارل شوه.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو زیاته کړې چې په دغو مرستوکې کمپلې او نورې تودې جامې شاملې دي.

 په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ویلي دي،چین له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې۳۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولي دي.

څو اونۍ وړاندې قطر او ایران هم د افغانستان له خلګو سره بشري مرستې وکړې .

داپه داسې حال کې دي چې دچین چارواکي غواړي افغانستان هم د چین پاکستان په اقتصادي کریډور یا سی پيک پروژې کې شامل کړي،ځکه   چین غواړي په افغانستان کې هم ځیني اقتصادي پروژې او دغه راز ددغه هیواد بیخ بینائي تاسیسات ورغوي چې په دې باب په کابل کې د چین سفیر دطالبانو د خارجه وزارت له سر پرست سره څو ځله لیده کاته هم کړي دي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106316

captcha